د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

ټرمپ پوتین ته په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې بلنه ورکړې


د کرملېن یو لوړپوړی سلاکار وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې بلنه ورکړې ده.

یوري یوشاکوف د دوشنبې په ورځ روسي رسنیو ته وویل، ولسمشر ټرمپ دا بلنه تېره میاشت پوتین ته په هغه ټیليفوني خبرو کې ورکړه چې په‌کې ټرمپ نوموړي ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي وویله.

په یو بیان کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې ویاندې سارا سنډرز ویلي، د سپینې ماڼۍ لیدنه له هغو څو احتمالي ځایونو څخه وه چې د مارچ د ۲۰مې نېټې په دې ټیلیفوني خبرو کې پرې بحث شوی دی.

سارا سنډرز
سارا سنډرز

د سارا سنډرز په بیان کې راغلي:

"همغسې چې ولسمشر د مارچ په ۲۰مه نېټه له ولسمشر پوتین سره له خبرو وروسته خپله تأیید کړه، په نږدې راتلونکي کې د دواړو خواوو په لیدنه، د سپینې ماڼۍ په شمول په څو احتمالي ځایونو کې بحث وشو."

د ټرمپ او پوتین ترمنځ د دې ټیليفوني خبرو نه شپږ ورځې وروسته د امریکا له متحده ایالاتو څخه د لسګونه روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وشو.

دا اقدام په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په عکس‌العمل کې و.

د روسیې لوړپوړي ډیپلومات د امریکا متحده ایالات او بریتانیا تورن کړي چې تېره میاشت په انګلستان کې د اعصابو په فلجوونکو کیمياوي موادو د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په ارتباط دروغ او ناسم معلومات خپروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ همدارنګه وویل چې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې د سړې جګړې له وخت نه هم په خراب وضعيت کې دي.

د لاوروف دا څرګندونې د روسي او لوېدیځو چارواکو ترمنځ په هغو ناندریو کې نوې زیاتونه ده چې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانیا په سالزبري ښار کې پر سرګي سکریپال او د هغه پر لور یولیا له برید وروسته راپیل شوې دي.

بریتانیا، د امریکا متحده ایالاتو او تر ۲۰ زیاتو نورو متحدانو یې په وروستیو ورځو کې ۱۵۰ روسي ډیپلوماتان پر دې پېښه د عکس‌العمل له کبله له خپلو هېوادونو ایستلي او روسيې یې هم په ځواب کې باالمثل اقدام کړی دی.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

لاوروف په مسکو کې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو له وزیر سره په شریک خبري کنفرانس کې وویل:

"ډېر کسان باور لري چې اوسنی وضعیت د سړې جګړې په مقایسه ډېر بدتر شوی، ځکه هغه وخت ځیني اصول او پر ځای چلند په پام کې نیول کېده."

XS
SM
MD
LG