د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

ټرمپ له سوریې نه د امریکايي سرتېرو د ایستلو له پرېکړې په شا شوی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په فوري ډول له سوريې څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو له هوډ څخه پر شا شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي وو چې ژر به له سوريې څخه امریکايي سرتېري وباسي، خو سیمه‌ییزو سیاستونو او د سخت دریځو ډلو پر ضد د جګړې د دوام له امله له خپلې دې پرېکړې تېر شوی دی.

په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوریه کې د داعش پر ضد د جګړې پای ته رسېدل له دې هېواد څخه په تېزۍ سره د سرتېرو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دلیل باله، د واشنګټن متحدانو او امریکايي مقاماتو د نوموړي له دې پرېکړې سره کلک مخالفت څرګند کړ.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازي باریت مکګورک فرانس پرس اژانس ته وویل په سوریه کې د متحده ایالاتو مأموریت پوره شوی نه‌دی او دوی به دغلته خپل مأموریت بشپړوي.

دغه‌راز یوه لوېدیځ ډیپلومات په دې وروستیو کې وویل په سوریه کې جهادي ډلې په بشپړه توګه نه‌دي ځپل شوي، موږ وینو چې دا وسله‌وال بېرته جګړې ته ستنېږي او که د داعش ضد ائتلاف احتیاط ونه‌کړي، نو دا ډله به بېرته ځان منظم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر رکس ټېلرسن مخکې له دې چې له دندې لیرې شي، هم ټینګار کړی و چې امریکا باید پر سوريې خپل پوځي فشار پر ځای وساتي.

ټېلرسن ویلي وو له سوريې نه په مکمله توګه د امریکا وتل به یو ځل بیا د سوريې ولسمشر بشار اسد ته زمینه برابره کړي چې د خپلو خلکو پر ضد وحشي اعمال ترسره کړي.

د هغه په خبره د ملګرو ملتونو له لارې له واک څخه د اسد لیرې کېدل به په سوریه کې سولې او په سیمه کې امنیت ته لاره پرانیزي.

په سوریه کې امریکايي سرتېري
په سوریه کې امریکايي سرتېري

په داسې حال کې ده چې د سوريې پوځ او ایران پلوي وسله‌والې ډلې د سوريې په جګړه کې ګټونکي ښکاري، په دې هېواد کې د تهران د نفوذ پراخوالی هغه څه دي چې د ډیپلوماتانو په وینا د ولسمشر ټرمپ ادارې باید ورته جدي پام وکړي.

په سوریه کې د ترکيې مداخله هم د متحده ایالاتو لپاره اندېښنه ده.

ترکیه په سوریه کې د هغو کرد وسله‌والو پر ضد جګړه کوي چې انقره‌يې ترورېستان بولي.

ترکي ځواکونه دا مهال د سوريې په شمال ختیځ کې د کردانو د ډموکراتیک اتحاد په نوم ډلې پر ضد چې له امریکا سره په ائتلاف کې شامله ده، جګړه کوي.

دا وخت د سوريې د شمال د منبیج ښار په ګډون کې په دې هېواد کې شااوخوا درې زره امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG