د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په جوزجان کې د داعش پر جګړه‌مارو د افغان او امريکايي ځواکونو نوې حملې!


  • سټارز اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په جوزجان ولايت کې د داعش پر جګړه‌مارو د افغان او امريکايي ځواکونو نویو حملو ته کتلي دي.

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو د تېرې اوونۍ په حمله کې تر ۳۰ زیات داعش جنګيالي وژل شوي دي.

دا حمله شااوخوا هغه مهال وشوه چې یو کال مخکې امریکا د داعش ډلې پر تونلونو تر ټولو لوی غير اټمي بم وغورځاوه.

په افغانستان کې امریکايي چارواکي وايي چې وروسته له هغې حملې د داعش ډلې غړي د شمال پر لور ورغلل او شمېر يې له ۶۰۰ څخه تر زرو کسانو ورسېد.

تر دې مخکې د داعش جنګياليو په کابل، ننګرهار او هرات کې د خونړيو حملو مسؤليت منلی.

په افغانستان کې د امریکا د مرين «سمندري» ځواکونو نوی مأموریت او د سیمو بېرته نيول.
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده چې عنوان‌يې دی په افغانستان کې د امریکا د مرين «سمندري» ځواکونو نوی مأموریت او د سیمو بېرته نيول.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې امریکا په افغانستان کې تر ۱۰۰ زره زيات ځواکونه درلودل، خو دا شمېر د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه تر ۱۰ زره کم شو.

همدا وو چې له کابله دباندې ځینې سيمې د مخالفینو لاس ته ولوېدې.

په مقاله کې راغلي چې په‎دې هېواد کې د امریکا نوې ستراتېژي کولای شي هره مياشت پر سخت دريځو سلګونه هوايي حملې وکړي او په‎دې توګه له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي.

پر دې سربېره چې چارواکي مطمئن ښکاري، خو د ملکيانو د تلفاتو د زياتېدو راپورونه هم شته.

د بېلګې په توګه د کندز په دشت‎ارچي ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو خبر هم ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG