د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

افغانستان په ۱۳۹۶ کال کې له امنیتي پلوه زیاتې لاسته راوړنې او ننګونې تجربه کړې


۱۳۹۶ لمریز کال له امنیتي پلوه د افغان حکومت لپاره له لاسته راوړنو او ستونزو ډک و.

د ملکیانو او د امنیتي ځواکونو تلفات، د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د ولسوالیو او سیمو لاس په لاس کېدل، ډله‎ییزې انتحاري حملې، چاودنې، د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ څرنګوالی، د افغان ځواکونو د تجهیزاتو موضوع او دوی ته د لازمو امکاناتو مسایل چې تر ډېره‌یې په اړه خبرې کېږي.

افغان چارواکي تل په همدې کال کې د لاسته راوړنو خبرې کوي او وايي، افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې ښه اقدام او عمل کړی.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي
د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي

د افغانستان د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي د افغان امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت په کابل کې وویل:

"په پیاوړو قدمونو او کلکه اراده به د هېواد او خلکو د دفاع په سنګرونو کې یو، ان‌شاءالله د خدای په مرسته بریالیتوب زموږ په برخه دی، دغه جګړه د افغانستان دښمنانو پر موږ تحمیل کړې، موږ جګړه نه‌غواړو، خو په ټوله زړورتیا او قاطعیت به له هېواده او خلکو دفاع کوو."

په ۱۳۹۶ کال کې په افغانستان کې جګړه شدیده وه، حتی په همدې کال کې د ملکي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات د اندېښنې وړ و.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش که څه هم د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ارقام نه‌وړاندې کوي، خو وايي چې په همدې کال کې له ۶۰۰۰ زیات عملیات ترسره شوي چې د نوموړي په وینا له ۱۰ زرو زیات وسله‎وال مخالفین په‌کې وژل شوي دي.

ښاغلی رادمنش زیاتوي چې په همدې عملیاتو کې شااوخوا ۱۰ زره مخالفین ټپيان شوي هم دي او لسګونه د ماین جوړولو فابریکې او د مخالفینو څو زندانونه ویجاړ شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وايي، وسله‎والو مخالفینو پلان درلود چې په ۱۳۹۶ کال کې ۷ ولایتونه او ۵۰ ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو د نوموړي په وینا مخالفین په خپل پلان کې ناکام شول او له یو شمېر ولسوالیو څخه وشړل شول.

د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد که څه هم په همدې کال کې د افغان ځواکونو له لاسته راوړنو یادونه کوي، خو د دوی پر وړاندې ځینو ننګونو او ستونزو ته هم ګوته نیسي.

نوموړی وايي:

"دغه کال له امنیتي پلوه افغان امنیتي ځواکونو ته ښه کال نه‌و، خدای دې بیا دغسې کال په افغانانو نه‌راولي، موږ د تجهیزاتو له پلوه له ستونزو سره مخامخ یو، هوايي ځواک باید پیاوړی شوی وی، خو داسې ونه‌شول، زیات پوځیانو مو په همدې کال کې له لاسه ورکړل، په ټوله کې افغانانو زیات تکلیفونه او زحمتونه وګالل."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام سخي مشواڼي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د معلوماتو پر اساس په همدې کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات هم زیات وو.

د نوموړي په وینا حتی هره ورځ له دښمن سره په مخامخ جګړو، انتحاري حملو او چاودنو کې ۴۰ افغان امنیتي او دفاعي سرتېري وژل کېدل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړی علي اکبر قاسمي د لوړو تلفاتو عمد لامل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ناسم مدیریت بولي.

دی وايي:

"موږ په ټوله کې د امنیتي ځواکونو له ټیټې سطحې زیات راضي یو، خو په لوړه کچه یو لړ ستونزې شته چې نه‌دي توانېدلي ځواکونه سم رهبري کړي او په خپلو اړوندو قطعاتو کې د تلفاتو ارقام راټیټ کړي."

په همدې کال کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی هم د اندېښنې وړ مسئله وه، د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما د دلوې په میاشت کې د ۲۰۱۷ میلادي کال په یوه راپور کې په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړه او وحشتناکه‌یې وبلله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، په همدې کال کې له ۳ زرو زیات ملکیان وژل شوي او ۷ زیات ټپیان شوي دي.

د کابل زنبق څلورلاری، صدارت څلور لاری، د کابل په انټرکانټیننټال هوټل او یو شمېر سپېڅلو ځایونو او جوماتونو باندې انتحاري حملو دغه ارقام لوړ کړي دي.

پر کانټیننټال هوټل وسله وال برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

امنیتي وضعیت په اړه دوه تنه کابل ښاریان وايي:

"ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېږي، له امنیتي مسؤلینو زموږ غوښتنه او توقع دا ده چې د هېواد امنیتي وضعیت ته دې جدي پام وکړي."

"هغه ژمنې چې حکومت د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره کړي تر اوسه‌یې هم موږ د ښه‌والي شاهدان نه‌یو."

افغان چارواکو تل ویلي چې شااوخوا ۲۰ وسله‎والې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

له وسله‌والو طالبانو سربېره حقاني شبکه او داعش ډله چې بهرنیان هم په‌کې شامل دي، په افغانستان کې فعال دي او جګړه پر مخ وړي او افغان ځواکونه‌یې په جګړه کې د مرګ ژوبلې خبره کوي.

ورځ تر بلې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراخېدل چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه‌یې په اړه څرګندونې کوي او ویلي یې دي داعش وسله‌وال د نامعلومو هلیکوپټرو په وسیله له یوځای بل ځای ته انتقالېږي.

خو د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی دا ډول څرګندونې افسانې بولي.

د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی
د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی

نوموړی زیاتوي:

"هغه افواهات چې ګوندې هليکوپټرې ترهګر له یو ځای بل ځای ته انتقالوي زه فکر کوم چې دا له افسانې پرته بل څه نه‌دي او باید ځان په غیر مسؤلانه خبرو داسې ځای ته ونه‌رسوو چې د خلکو ذهنیت ورخراب کړو، که مسؤل یو، نو باید مسؤلانه خبرې وکړو او د خپلو خبرو په وړاندې ځواب ویونکي واوسو."

افغان چارواکي وايي چې په دغه کال کې نړیوالو ځواکونو خپل د روزنې مأموریت او له افغان ځواکونو په ځانګړي ډول له امنیتي او دفاعي ځواکونو نه خپل ملاتړ هم پراخ کړ او د څو الوتکو او هليکوپټرو په ګډون‌یې د دوی په واک کې پوځي تجهیزات هم ورکړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځینې ستونزې مني، خو وايي چې د دغو ځواکونو د پیاوړتیا او ښو کړنو لپاره هڅې روانې دي.

د ښاغلي برمک په وینا افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په مېړانې سره درېږي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

نوموړی وايي:

"جګړه پر موږ تحمیل شوې، له خپلې خاورې، ناموس او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوو او دا زموږ مشروع حق دی. هغه څوک چې په دغه ملت او زموږ پر ملي حاکمیت تېری کوي، د افغانستان د خلکو دښمن دی، امنیتي او دفاعي ځواکونه به‌یې پر وړاندې ودرېږي، موږ قرباني ورکوو او له خپل هېواده دفاع کوو."

په دغه کال کې یوه بله د اندېښنې وړ موضوع د افغانستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د پاکستان له‌خوا د توغندیو توغول وو.

د افغانستان په ختیځ کې چارواکو په وار وار دا ویلي چې د توغول شویو توغندیو له امله ملکي تلفات رامنځته شوي او په لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم دغه موضوع جدي ګڼلې او افغان امنیتي ځواکونو ته‌یې لارښوونه کړې چې د پاکستان توغندیزو بریدونو ته باالمثل ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د امنیتي ځواکونو غفلت د قبول وړ نه‌دی او دغه ځواکونه باید د افغانستان د دښمنانو د فعالیتونو د ځپلو په هدف تل چمتووالی ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله وايي:

"د دندې د ترسره کولو پر مهال باید تل ویښ او هوښیار واوسو، تاسې یو شېبه هم خپل پام مه بل خوا کوئ، په امنیتي ځواکونو کې باید له ملي سیاست پرته بل هېڅ سیاست نه‌وي موجود."

یوه بله موضوع چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ملي شورا د یو شمېر غړو او کارپوهانو له‌خوا مطرح شوه، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستل وو.

دوی تینګار کوي چې د اصلاحاتو راوستل د افغان ځواکونو د ښو کړنو او تلفاتو د مخنیوي لامل ګرځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستل یوه اړتیا ګڼي او ډاډ ورکوي چې دا به کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلی غني وايي:

"اصلاحات یوه سرتاسري اړتیا ده او هغه څه چې د ملي وحدت حکومت‌یې غواړي له ځانه په میراث پرېږدي، هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دي چې یوازنی سیاست‌یې ملي سیاست دی، په هغه ورځ چې یونیفورم اغوستل کېږي، نور هویتونه په ملي هویت کې ځای نیسي او د یو افغان او مسلمان په توګه له دې خاورې دفاع کوو."

د افغان حکومت وسله‌والو مخالفینو تر حملو وروسته تل افغان ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو ادعا کړې ده.

طالبانو په دغه کال کې د منصوري په نوم عملیات پیل او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خپلې حملې زیاتې کړې.

د افغان حکومت لپاره ۱۳۹۶ کال له امنیتي پلوه له لاسته راوړنو او ستونزو ډک و.

داعش وسله‌والې ډلې هم په افغانستان کې په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې د یو شمېر حملو مسؤلیت ومانه.

یو شمېر کارپوهان وايي، د وسله‌والو مخالفینو د حملو د مخنیوي په هدف په کار ده چې په ۱۳۹۷ کال د حکومت امنیتي پروګرامونه منظم او د امنیتي ځواکونو مدیریت لا ښه شي.

د دوی په خبره، د اطلاعاتي او استخباراتي فعالیتونو ښه‌والی، د نړیوالو ځواکونو له همکارۍ سمه استفاده او په وخت سره اقدام کولای شي چې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه شنډ او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې زیاتې کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG