د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

ولسمشر غني د امریکا نوې ستراتېژي لوبه بدلوونکې وبلله


افغان ولسمشر اشرف غني له جېمز مټېس سره په لیدنه کې د سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتېژي لوبه بدلوونکې وبلله او ویې‌ویل دې بدلون په کړکېچ کې ښکېل ټول لوري اړ کړي چې خپلې فرضیې له سره وارزوي.

د ولسمشر په وینا همدې ستراتېژۍ دا فرصت رامنځته کړ چې دوی طالبانو ته د سولې هر اړخیزه طرحه اعلان کړي.

افغان ولسمشر: د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې وضعیت بدل کړی

ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر ویلي چې د امریکا د دفاع له وزیر سره‌یې په ارګ کې د طالبانو سره د سولې د طرحې سربېره، پاکستان سره د دولتونو په سطحه د مذاکراتو، راتلونکو انتخاباتو او نورو مسئلو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ارګ کې د ولسمشر غني او د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس د لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دواړو لورو د طالبانو سره د سولې پر پروسې، د پاکستان سره د دولتونو په سطحه پر خبرو اترو، په سیمه او افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې، د نشه‎يي موادو پر ضد پر مبارزې او د راتلونکو انتخاباتو پر امنیت خبرې وکړې."

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي

ارګ وايي، په دې لیدنه کې د امریکا د دفاع وزیر وویل چې هېواد یې د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.

د پنټاګون مشر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې وسله‎والو طالبانو ته د سولې یوه هر اړخیزه طرحه اعلان کړه.

د ولسمشر غني له‎خوا وړاندې شوی د سولې پلان که طالبان ومني، نو پرې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په‌شمول دا ډله بالاخره پر یو سیاسي ګوند بدلېږي.

د ارګ په یوې خبرپاڼه کې د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس له خولې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د سولې وروستی وړاندیز نه‌یوازې د امریکا د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي کېدل‌یې په افغانستان کې سوله راوستلی شي.

کابل کې تر ښکته کېدو مخکې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس له ده سره ملګرو خبریالانو ته ویلي و چې دوی د طالبانو له ځینو وړو ډلو یې داسې نښې نېښانې ترلاسه کړي چې د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې یو شمېر طالب مشرانو د سولې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی او یا دا چې وسله‎والو طالبانو د څو ولایتونو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

خو د سې شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو سره دا دواړه راپورونه رد کړل او ویې‌ویل، تر اوسه دوی داسې هېڅ ډول غوښتنه نه‎ده کړې او نه‌یې ځايي مشرانو د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

دې سرچینې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د ولسمشر اشرف غني له‎خوا د سولې په وروستي وړاندیز هم غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

خو جېمز مټېس پرون په کابل کې خبریالانو ته د امریکا هغه دریځ تکرار کړ چې وايي، د سولې مشري او مالکیت د افغانانو دی او امریکا به له وسله‎والو طالبانو سره مستقیمې خبرې ونه‌کړي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، دوی غواړي څو طالبان قانع شي چې دوی د جګړې په ډګر کې بریا ته نه‎شي رسېدلی چې د مټېس په باور دا کار به دوی پخلاینې ته رامات کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېمز مټېس

نوموړي وویل:

"امریکا په افغانستان کې بریالیتوب غواړي، دا بریالیتوب په نظامي بریالیتوب نه‎وي، بلکې د سیاسي روغې جوړې پر مټ ترلاسه شوی بریالیتوب به وي."

XS
SM
MD
LG