د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

جېمز مټېس: د امریکا په ګډون ټوله نړۍ د ولسمشر غني د سولې د طرحې ملاتړ کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان د سولې او د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه خبرې کړي.

جمهوري ریاست وايي، د امریکا دفاع وزیر د افغان ولسمشر سره په خبرو کې ویلي چې د افغان حکومت له لوري د سولې د وړاندیز شوې طرحې تر شا ټوله نړۍ ولاړه ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو لورو د خبرو مهم ټکي د افغانستان سوله، له ترورېزم سره روانه مبارزه، د افغان ځواکونو پر تجهیز ښوونه او روزنه، د نشه‌یي موادو د تولید او قاچاق مخنیوی، د افغان کډوالو په بېرته راستنولو او د راتلونکو انتخاباتو د امنیت ټینګښت جوړول و.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

نوموړي زیاته کړه:

"د مجلس هغه مهم ټکي دا و چې د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د حکومت او خلکو مالکیت وباله او ویې‌ویل چې د امریکا په ګډون ټوله نړۍ د همدې طرحې تر شا ولاړه ده، همدا شان دوی له ترورېزم سره پر مبارزه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهیز او روزنې په اړه خبرې وشوې."

د امریکا دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر سربېره‌یې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نور افغان چارواکو سره وکتل.

دا افغانستان ته د جېمز مټېس درېیم سفر دی له دې وړاندې یې د روان لمریز کال په ثور او مېزان میاشتو کې افغانستان ته سفرونه کړي و.

جېمز مټېس له عمان څخه د کابل په لور په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي و چې په افغانستان کې بریالیتوب اوس هم ممکن دی، خو د نوموړي په وینا د جګړې په ډګرونو کې نه، بلکې له وسله‌والو طالبانو سره په سوله او مذاکراتو کې.

ښاغلی مټېس زیاتوي داسې نښې شته چې د طالبانو یو شمېر ډلې سولې ته لېواله دي.

جېمز مټېس
جېمز مټېس

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو د ځینو وړو ګرپونو مشرانو د سولې له خبرو سره علاقه‌مندي ښودلې، خو دا په دې معنی نه‌ده چې ټول طالبان سولې ته اماده دي، د اوس لپاره یو څه له توقع څخه لیرې مسئله ده، خو د طالبانو ځینو عناصرو له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره علاقه‌مندي ښودلې ده."

جېمز مټېس داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د پاکستان په کوټه ښار کې طالبانو ته نږدې یوې سرچینې چې د مرکې د صلاحیت نه‌درلودلو په دلیل‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د ډلې یو شمېر قوماندانانو په انفرادي ډول سولې ته تمایل ښودلی.

سرچینه زیاتوي دوی په دې اړه له افغان حکومت او امریکا سره په تماس کې شوي دي او له دې ډلې یې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال عبدالرحمن زاهد نوم یاد کړی.

افغان ولسمشر شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، ویې‌‌ویل چې که طالبان سوله وکړي دا ډله به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر به د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي.

د ښاغلي رنجبر په خبره ممکن مټېس د سولې له یوه ښه پیغام سره راغلی وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG