د سولې د خبرو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې وسلهوال طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي او خپل دفتر پرانیستلی شي.
اوربند به ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي.
د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورو لېستونو لیرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي.
اشرف غني وویل حتی دې ته هم اماده دی چې د افغانستان پر اساسي قانون بیا کتنه وشي.
پخواني جنګیالي او کډوال به بېرته په ټولنه کې جذبېږي او کار به ورکول کېږي.
طالبان به هم د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او د قانون واکمنۍ ته به درناوی کوي.
- دغه وړاندیزونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو له غوښتنو سره څومره اړخ لګوي؟
وسلهوال طالبان چې د افغانستان د دولت د جګړې مهم لوری دی، دغه دولت په رسمیت نهپېژني او تر اوسهیې ورسره له خبرو کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې که د سولې خبرې کوي هغه به له امریکا سره وي نه د افغانستان له حکومت سره.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره مهم شرط بولي.
د افغانستان اساسي قانون نهمني.
په افغانستان کې په خپل تفسیر د اسلامي نظام د ټینګښت غوښتونکي دي.
له دې مخکې وسلهوالو طالبانو ته د سولې په وړاندیزونو کې د افغانستان د حکومت اساسي غوښتنې:
"طالبان دې له جګړو لاس واخلي، وسله دې پر ځمکه کېږدي او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني."
په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې په دې هېواد کې د ښځو د حقونو په ګډون په ټولو برخو کې دې د لاسته راوړنو درناوی وکړي.