د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

غني: افغان حکومت چمتو دی چې طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني


پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو وړاندیز کوي.

ښاغلي غني د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه.

د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو منل، له طالبانو سره د سولې لپاره ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع، د طالبانو د زندانیانو ازادول او هغه طالبان چې سوله کوي، د هغوی امنیت تأمینول، دغې وسله‎والې ډلې ته د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت د طرحې مهم ټکي دي.

نوموړی وايي:

"د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي."

د افغان حکومت د نوې طرحې له مخې که طالبان سولې ته حاضر شي، د قانوني چوکاټ له مخې دا ممکنه ده چې په اساسي قانون کې تعدیلات هم راوستل شي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت په طرحه کې دا هم راغلي، له دغې ډلې سره په هر ځای کې د خبرو د پیل امکان شته.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل په ناسته کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان سولې له دغه وړاندیزه ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني د کابل او اسلام‎اباد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان حاضر دی، تېرې ترخې تجربې هېرې او له پاکستان سره د خبرو او اړیکو نوی باب پرانیزي.

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کوي چې یادې ډلې تل له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

طالبانو په تېرو شااوخوا دوه اوونیو کې دوه ځلې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی، خو تېره ورځ د افغان ولسمشر د دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

له دې ټولو سره سره د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا چې د کابل د پروسې په ناسته کې یې ګډون کړی و، د افغان سولې په برخه کې یې د اندونیزیا د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي کالا وویل چې اندونیزیا د افغان حکومت په غوښتنه راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو د کنفراس کوربه‌توب کوي.

د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا
د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا

دی وايي:

"موږ د علماوو د کنفراس د جوړېدو په اړه د افغان حکومت له غوښتنې هرکلی کوو او اماده یو چې د دغه کنفراس کوربه‎توب وکړو، اندونیزیا باور لري چې د علماوو کنفرانس په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته کولای شي."

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړ څه نه‎دي ویلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د کابل پروسې په ناسته کې وویل چې یاده ناسته د طالبانو په ګډون د ټولو لپاره ښه فرصت دی او باید ګټه ترې پورته شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان به د سولې د پروسې د تعقیب تر څنګ د ترورېزم پر وړاندې جګړه هم مخ ته یوسي.

د ښاغلي اتمر په خبره دغه دواړه ستراتېژۍ یو بل پیاوړي کوي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه په دې معنی ده چې طالبان له بهرنیو جنګیالیو جدا شي.

ښاغلي اتمر همداراز وویل چې افراط‌ګرايي د افغانستان او نړۍ لپاره یوه وژونکې حلقه ده او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم له طالبانو سره سوله د افغانانو لپاره ښه زېری دی، خو وايي له کومه چې په افغانستان کې ګڼې وسله‎والې ډلې او استخباراتۍ کړۍ فعاله ده، نو د بشپړې سولې د ټینګښت امکان ښايي ډېر وخت ونیسي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیم لېنک

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG