د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ارګ: له طالبانو سره په خبرو کې هېڅ مخکې شرط نه‌لرو


افغان حکومت وايي، له طالبانو سره له مخکېنیو شرطونو پرته د سولې خبرو ته چمتووالی لري.

طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو په اړه وړاندیز تازه خبره نه‌ده، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې دې خبرو ته له قید او شرط پرته د چمتووالي خبره کوي.

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۸» کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې او له پاکستان سره د دولت په دولت د خبرو لپاره به سبا د "کابل پروسې" په کنفراس کې واضح طرحې وړاندې شي.

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره هېڅ ډول مخکې شرط یا وړاندې شرطونه نه‌لري، یعنې هغه ګروپونه او یا طالبان چې غواړي د سولې مذاکراتو ته راشي د ناستې لپاره شرایط نه‌شته، دا هغه عمده ټکی دی چې سبا دوی ته وړاندې کېږي او هیله لرو چې لبیک ورته وویل شي."

ښاغلي چخانسوري له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي په اړه وویل چې که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي او خلک دې نه‌تېر باسي.

نوموړي همداراز وویل چې د سولې په اړه به د افغان حکومت د طرحې پوره جزئیات سبا د کابل پروسې په ناسته کې روښانه شي.

د کابل پروسې ناسته چې سبا په کابل کې جوړېږي په‌کې به تر ۲۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د «کابل پروسې» غونډه کې د سولې هر اړخیز پلان نړیوالو ته وړاندې کېږي

د افغان حکومت په خبره د دغې پروسې د سبانۍ ناستې توپیر له پخوانۍ هغې سره په دې کې دی چې دا ځل به افغان حکومت د سولې او له پاکستان سره د خبرو لپاره واضح طرحې او وړاندیزونه مخې ته کړي.

د کابل پروسې لومړنۍ ناسته د روان هجري لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې ترسره شوه.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې د کابل پروسې ناسته د سولې لپاره ښه فرصت دی او په‌کار ده چې ښه ګټه ترې پورته شي.

یاماموتو: په افغانستان کې د سولې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو

افغان حکومت په داسې حال کې له طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې د خبرو لپاره د چمتووالي خبره کوي چې طالبانو په تېرو شااوخوا دوو اوونیو کې دوه ځله له امریکایانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني بنسټونه بیا د سولې په پروسه کې د مېرمنو پر رول ټینګار کوي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو د تحقیقاتي مرکز مشرې زرقا یفتلي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې ناستې ته وویل هغه طرحې او ژمنې چې مطرح کېږي باید عملي هم شي.

طالبانو، امریکایانو ته د سولې د خبرو وړاندیز کړی

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي بیا وايي، طالبان باید له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

ارین یون
ارین یون

د دغه کمېسیون غړې ارین یون وايي:

"زه فکر کوم اوس ټول په دې پوه شوي دي چې بالاخره په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه‌ده او دغه مسئله نور د افغانانو لپاره د زغم وړ هم نه‌ده، نو د حل یوازنۍ لاره د سولې ټینګښت او مذاکرې مېز ته کېناستل دي."

د اغلې یون په خبره که څه هم له طالبانو سره سوله به دومره اسانه نه‌وي، خو په دې برخه کې د نړیوالو او په خاصه توګه د امریکا پام کولای شي دغه پروسه بریالۍ کړي او په افغانستان کې روانې کشالې پای ته ورسېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG