د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو د غوښتنې په تړاو د افغان حکومت غبرګون


افغان حکومت له امریکا سره د سولې د خبرو په اړه د طالبانو د ټینګار په غبرګون کې وايي، له هر هغه حرکته چې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي، ملاتړ یې کوي، خو د سولې مالکیت به د افغانانو وي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د نړیوالو همکارانو هرې هغې هڅې ته د قدر په سترګه ګوري، کوم چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې له ټینګښت سره مرسته کوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۸» پر دې خبرې له ټینګار سره چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د افغان حکومت دریځ واضح او روښانه دی، ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې عالي شورا د افغان حکومت او ملت له لوري د سولې د خبرو مسؤلیت لري، خو که د نړیوالو همکارانو له لوري داسې هڅې کېږي چې په افغانستان کې د دایمي او با عزته سولې له ټینګښت سره مرسته کوي، موږ ورته د قدر په سترګه ګورو."

خو ښاغلی میثم په ټینګار سره وايي چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې باید د افغانانو په مالکیت سره تر سره شي.

وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو سره د سولې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

په هغه اعلامیه کې چې تېره ورځ د دغې ډلې له‌خوا خپره شوې، راغلي چې د افغانستان د روانې جګړې د سوله‌ییز هواري لپاره باید امریکا د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه‌لري او باید امریکا د جنګ پر ځای، د سولې پر تګلارې تمرکز وکړي.

طالبانو خپله دغه اعلامیه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې د وروستیو څرګندونو ځواب بللی دی.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو دروازې پرانیستې دي.

خو د یادونې ده چې طالبانو څه موده مخکې هم د متحده ایالاتو له خلکو او د دوی په خبره د امریکا د کانګرس له سوله غوښتونکو غړو په یوه لیک کې غوښتي وو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې خبرو ته چمتو کړي.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځواب دوی ته دا و چې دغه ډله باید له افغان حکومت سره سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د برخې رئیس ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ طالبانو سره د خبرو په تړاو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی دریځ سولې ته د رسېدلو لپاره بې‌اغېزه او پر ځای نه‌دی بللی.

خو افغان حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې تر پرله‌پسې خونړیو بریدونو وروسته چې مسؤلیت‌یې طالبانو ومانه، دوی سره د سولې له خبرو انکار کړی و.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته ویلي وو، افغان حکومت له هغو طالبانو سره چې ملکي افغانان وژني، خبرې نه‌‌کوي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې وسله‌وال طالبان ولې د افغان حکومت پر ځای د امریکا له متحده ایالاتو سره د سولې خبرې اترې غوره ګڼي؟

د سیاسي چارو افغان کارپوه سید خالد سادات‌یې ځواب راکوي:

" د طالبانو له لوري له امریکا سره د خبرو مستقیمه غوښتنه په دې معنی ده چې اوس طالبان د امریکا او نړیوالې ټولنې له سختو فشارونو سره مخ دي، نو زه فکر کوم چې طالبان هم بله لاره نه‌لري. "

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د دوی جګړه له امریکایانو سره ده، افغان حکومت کوم اختیار نه‌لري او دوی ورسره خبرې نه‌کوي.

خو د سیاسي چارو کارپوه سید خالد سادات په دې باور دی، که چېرې د وسله‌والو طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې ممکنې شي او افغان حکومت د سولې په دغو خبرو اترو کې دخیل واوسي، پایلې به‌يې مثبتې وي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG