د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

امریکا: طالبان باید د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره تفاهم ته ورسېږي


امریکا وایي، که طالبان غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي باید له افغان حکومت سره د خبرو لپاره اړیکه ونیسي او وايي چې له طالبانو سره د سولې خوا افغانستان دی نه امریکا.

امریکا په یوه تازه اقدام که د سولې د خبرو اترو په اړه د طالبانو غوښتنه افغان حکومت ته راجع کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید د افغانستان له حکومت سره سیاسي تفاهم ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سې شنبې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې که وسله‌وال طالبان سوله غواړي باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې هدر ناوئرت له قوله راپور ورکړی چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره، وسله‌وال طالبان باید په افغانستان کې خپلې حملې بندې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک وایي چې د سولې لپاره بین‌الافغاني مذاکرات اصلي حل لاره ده.

د ښاغلي خپلواک په خبره وسله‌والو طالبانو باید امریکا ته نه، بلکې افغان ملت ته د سولې په اړه لیک استولی وی.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو د دې پر ځای چې امریکایانو ته دغه لیک لېږه باید افغان ملت او قومي مشرانو ته‌یې مخه کړې وی او دغه لیک‌یې باید سپین ږیرو، ولایتي شوراګانو او سیاسیونو ته استولی وی. که دغه لیک‌یې افغان حکومت ته نه، بلکې افغان ولس ته استولی وی چې دوی منځګړیتوب وکړي ښه به وی، خو موږ اوس هم اماده یو."

طالبانو څه موده مخکې د متحده ایالاتو له خلکو او د دوی په خبره د امریکا د کانګرس له سوله غوښتونکو غړو څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د سولې خبرو ته چمتو کړي.

په دې لیک کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا خپور شوی وو له افغان حکومت سره د سولې په اړه اشاره نه‌وه شوې.

طالبانو په کابل کې له وروستیو خونړیو حملو څخه وروسته کله چې افغان حکومت وویل چې له دې وروسته سوله د جګړې په میدان کې لټوي امریکا ته د سولې په اړه لیک واستوه.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

ګل پاچا مجیدي
ګل پاچا مجیدي

خو دا چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه دریځ څومره د بین‌الافغاني خبرو سره مرسته کولای شي د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي یې په اړه وايي:

"د افغانستان تر شا د امریکا ملاتړ او په اړه‌يې واضح سیاست طبیعي ده چې ګټه لري او کله چې خبرې نېغ په نېغه او مخامخ وي نتیجه‌یې هم واضح او ښه وي، حتی موږ کولای شو چې په مستقیمو خبرو کې خپلې غوښتنې ښې بیان او یوه او بل لوري ته ډاډ ورکړو."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د دې نوي دریځ په ځواب کې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې افغانستان امریکایانو اشغال کړی، د دوی جګړه له امریکایانو سره ده، نو ولې باید له افغان حکومت سره چې د ده په خبره هېڅ اختیار نه‌لري، خبرې وکړي.

تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست په دې اړه تازه نظر نه‌دی څرګند کړی، خو د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د جمهور رئیس د ویاند دوا خان مینه‌پال له قوله لیکلي چې جنګ طالبانو پیل کړی او که دا لوری د سولې غوښتونکی وي باید روان جنګ ودروي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG