د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

غني: هر افغان ټاپي پروژه خپله ګڼي او د عملي کولو لپاره یې هلې ځلې کوو


د افغانستان په خاوره کې د ټاپي د نل‎لیکي پر پروژې عملي کار نن جمعه رسماً په هرات ښار کې پرانېستل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د یادې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل، هر افغان ټاپي پروژه خپله ګڼي او ډاډ يې ورکړ چې افغان حکومت به له ټولو امکاناتو نه په ګټې اخېستنې د دې پروژې د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي غني هیله وښوده چې د ټاپي پروژې په عملي کېدو به د سیمې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې لا پراختیا رامنځته شي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني دا هم وویل چې افغانان له هېڅ هېواد سره دښمني نه‎لري او زموږ پیغام د سیمه‎ییزې همکارۍ پیغام دی.

دی وايي:

"زموږ پیغام سیمه ییزه همکاري ده، افغانان له هېڅ يوه هېواد سره دښمني نه لري، يوازې غواړو خپلې ملي ګټې خوندي کړو، زموږ هدف دا دی چې د سیمه‌ییزو همکاریو یو ښه محور واوسو، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې هر افغان وګړی دا پروګرام د ځان ګڼي او افغانستان به د دې پروژې د پلي کېدو لپاره له هېڅ یو ګام نه دریغ ونه‌کړي."

ده وویل، ټاپي پروژه، شاملو هېوادونو ته کار، عايد او برښنا راوړي.

په دې غونډه کې چې په لویدیځ هرات ولایت کې جوړه شوې وه، د افغان لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ په کې د هندوستان، پاکستان او ترکمنستان د حکومت استازو هم برخه درلوده.

خروټی: د ټاپي پروژې طرحه د سولې برخه کې عملي اقداماتو ته لار پرانېزي

له دې وړاندې د جمعې په سهار شاوخوا لس بجې افغان ولسمشر په هغه مراسمو کې چې د ترکمنستان په چشمه سلیم سیمه کې د ټاپي د پروژې د پای ته رسېدو په ویاړ جوړ شوی و، وویل؛ په دې پروژې سره افغانستان له یوې پیړۍ وروسته مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي.

افغان ولسمشر دغه راز وویل چې په دې پروژه کې ښکېلو څلورو واړو هېوادونو دا درک کړې چې اقتصاد یو مهم عنصر دی.

ښاغلي غني وویل؛ موږ نن په شریکه د داسې یوه داسې لید لوري بنسټ کېښود چې پر بې وزلۍ، بې کارۍ او افراطیت برلاسی ترلاسه کولای شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیم لېنک

افغان چارواکي وايي، د ټاپي په چوکاټ کې د ګاز پر لېږدولو سربېره د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې د برښنا سب سټیشنونه، نوري فایبر او د اوسپنې د پټلۍ پروژې هم شاملې دي.

ویل کېږي چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ میلادي کال په پای کې په افغانستان کې بشپړه شي.

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار په پرانېست‎غونډه کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په خپلو خبرو کې د ټاپي په اقتصادي ګټو ټینګار وکړ او ويې ویل چې په دې پروژې سره به د افغانستان او ترکمنستان سیاسي او اقتصادي اړیکې لاپسې پراخه شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف

نوموړي زیاته کړه:

"دا پروژه به د افغانانو باور زیات کړي، زه باور لرم چې دا پروژه به د افغانستان په وده کې مهم رول ولري او د سولې، تفاهم او یووالي لامل به وګرځي."

نوموړي دا هم وویل؛ ترکمنستان تیار دی چې په سیمه کې دغه ډول نورې پروژې هم پلي کړي.

په دې مراسمو کې په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر مبشر جاوید اکبر په افغانستان کې د ټاپي پروژې امنیت ته په اشارې سره وویل چې د دې سترې پروژې امنیت ساتل یوازې د افغانستان مسؤلیت نه‎دی، باید ټول ګډون کوونکي هېوادونه په دې برخه کې همکاري وکړي.

د هند د دولت وزیر مبشر جاوید اکبر
د هند د دولت وزیر مبشر جاوید اکبر

ښاغلي اکبر زیاته کړه:

"ټاپي به د تاوتریخوالي له پړاونو او فصلونو سره مخ شي. موږ د افغانستان پر هغه تعهد بشپړ باور لرو چې د دې پروژې د خوندي انتقال لپاره یې لري. خو دا مسؤلیت باید د سیمې هېوادونه خپلو کې وویشي. د پروژې هر ګډونوال باید پوخ تعهد وکړي چې د هغو ترهګرو خلاف به مبارزه کوي چې د خلکو ګټو ته زیان رسوي او د ترهګرو لپاره به د پټنځایونو له ورکولو ډډه کوي."

ده وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ګواښ ته په پام سره فکر کوي چې د یادې پروژې عملي کول به ستونزمن وي، خو غوښتنه يې وکړه چې د ترهګرو پټن‎ځایونه باید په ګډه له‎منځه یوړل شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ټاپي پروژه د پاکستان او ټولې سیمې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې هغه به د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

نوموړي زیاته کړه:

"دا یوه داسې پروژه ده چې یوازې ګټونکي لري او دا د تاریخي اړیکو د ټینګولو یوه پروژه ده. زه تاسو ته د ټاپي پروژې سره د پاکستان د بشپړ تهعد ډاډ درکوم. عالي جنابانو! په یو بل تکیه کېدل په سیمه کې ثبات، سوله او شفافیت رامنځ ته کوي او د ټاپي پروژه همداسې یو څه دي. ولسمشر غني، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هېڅوک د افغانستان سولې او پرمختګ هومره ژمن نه دی څومره چې د پاکستان حکومت او خلک ژمن دي."

ده دا هم وویل چې د دې پروژې عملي کېدل به د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د سولې په برخه کې هم ګټور تمام شي.

یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهان باور لري چې د ټاپي پروژې پلي کېدل به په سیمه کې د اقتصادي پراختیا د امنیتي وضعیت له ښه کېدو، د سیمه‎ییزې اجماع له جوړېدو او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

د ټاپي د ګاز نل‎لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې تېرېږي.

افغانستان به له دې درکه هر کال له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ټرانزیټ حق او ۵۰۰ ټن متر مکعب ګاز تر لاسه کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG