۲۳کاله وروسته بالاخره ټاپي یا د ترکمنستان د ګازو نل لیکه د افغانستان خاورې ته راورسېده.
د افغان حکومت په باور دا پروژه د ګڼو اقتصادي ګټو تر څنګ د سیمه ییزو هېوادونو په همپالنه کې هم له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده.
ټاپي هغه سیمه ییزه پروژه ده چې د افغانستان د اقتصاد یوه برخه ورسره تړل کېږي.
د دغې پروژې له ګټو سره ډېر امیدونه تړل شوي خو له کلونو انتظار وروسته يې عملي کارونه د جمعې په ورځ د فبرورۍ میاشتې پر ۲۳ نېټه په هرات کې پیل شول.
افغان حکومت وايي، دا پروژه د سیمه ییزې همپالنې سب ګرځي.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ ډاډمن یو چې د ټاپي پروژې او په همدې ډول نورې لويې پروژې به وکولای شي چې د ترورېزم سره د مبارزې، اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د اقتصادي جرمونو د له منځه وړلو په برخه کې د سیمې د هېوادونو تر منځ ښه همکاري رامنځته کړي له دې سره دا ډول پروژې موږ سیمه ییزې اجماع ته یو ګام بل هم نږدې کوي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پروژه به په سیمه کې د تقابل سیاست ته د تحمل د سیاست لوری ورکړي.
ټاپي له ۱۸۰۰کېلومترو څخه اوږده نل لیکه ده چې له ترکمنستان څخه ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لېږدوي.
د دغه پایپ لاین شااوخوا ۷۵۰ کېلومتره د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.
افغانستان به له دې درکه هر کال له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ټرانزیټ حق او ۵۰۰ ټن متر مکعب ګاز تر لاسه کړي.
پر دغې پروژې شااوخوا لس میلیارډه ډالرو لګښت راځي چې ډېره برخه يې ترکمنستان پرې کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال دفتر په یوه مقاله کې لیکلي د ټاپې پروژې لومړنۍ طرحه د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته د «یونیکال» په نوم د یوه امریکايي شرکت لخوا طرحه شوه.
خو د ارجنټاین د دولت په ملاتړ د دغه هېواد «بریداس» شرکت بیا وروسته یونیکال شرکت پر شا کړ.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان له امریکايي چارواکو سره هڅې پیل کړې چې د دغه پایپ لاین د امنیت په خاطر طالبان هم په پروژه کې شامل کړي، خو په ۲۰۰۱ کال کې د سپمتر یوولسمې پېښې او د طالبانو رژیم نسکورېدو دا پروژه عملاً ودروله.
له نسبتاً اوږده ځنډ وروسته بیا په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې د دغې پروژې پر محوریت له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په منظور په نوي ډیلي کې له شلو څخه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو یوه غونډه جوړه شوه.
خو د ټاپي لومړنی موافقه لیک په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان لخوا لاسلیک شو.
د دغې پروژې د اجرا قرارداد هم په ۲۰۱۵ مېلادې کال کې د څلورو واړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسلیک شو او بالاخره یې چارې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې.
اوس اټکل دادی چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په لومړیو کې به د دغه پایپ څخه د ګازو لېږد پیل شي.
د معلوماتو له مخې ترکمنستان په نړۍ کې د ګازو د سرچینو له مخې څلورم ستر هېواد دی.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال فیروز مسجدي وايي چې دا پروژه افغانستان په یوه ټرانزیټي څلور لارې بدلوي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره خورا مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د هغې اندازې ګاز څخه چې د افغانستان برخه ده د صنعت او فابریکو په برخه کې چې انرژي ته اړتیا لري استفاده کوو او دا طبیعي ده چې دا کار د افغانستان په اقتصادي ودې او صنعت پورې اړه لري."
له دې سره د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د دغې پروژې له تطبیق سره به په افغانستان کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"له هغو سیمو څخه چې د ګازو دا نل لیکه تېرېږي داخلي او بهرنۍ پانګونه جذبوي چې دا کار خپله د بوختیاوو په پیدا کولو کې مرسته کوي له دې سره به زرګونه خلکو ته کار پیدا شي."
که څه هم د دغې پروژې پر وړاندې امنیتي ستونزې او د ځينو بهرنیو هېوادونو لاسوهنې جدي ګواښونه بلل کېږي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې پروژې د ساتنې لپاره جدي اقدامات په پام کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو هم د دغې پروژې څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
په یوه تازه اقدام کې د وسله والو مخالفینو یوې ډلې چې د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو یې د حملې پلان درلود د سولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ.
د دغې ډلې قوماندان ویلي چې ایران د دوی ملاتړ کاوه او په هغه هېواد کې يې پوځي زده کړې هم تر لاسه کړي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اندېښنو په برخه کې د ایران نوم داسې وخت یادېږي چې په دغې سیمه ییزه پروژه کې دا هېواد برخه نه لري.
له دې سره د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د دغې پروژې پلي کېدل به په سیمه کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو، د سیمه ییزې اجماع له جوړېدو او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.
له ډلې یي احمد سعیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"سترې اقتصادي ګټې او سیمه ییزه همپالنه کولای شي په دغې سیمه کې د ناامنۍ له پراخېدو او ډېرېدو مخنیوی وکړي په همدې ډول د ټاپي پروژه د سولې د ټينګښت او د ترورېزم پر وړاندې له ګډې مبارزې سره مرسته کوي."
دی ټینګار کوي چې افغانستان کولای شي د پاکستان د لاس وهنو د دوام په صورت کې له دغې پروژې څخه د هغه هېواد پر وړاندې هم استفاده وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ