د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د کورنیو چارو وزارت: د ملي پروژو په وړاندې د سیمې ځیني هېوادونه خنډونه جوړوي


که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کوم خاص هېواد نوم نه‎اخلي، خو وايي په افغانستان کې د سترو ملي او اقتصادي پروژو په وړاندې د سیمې زیات شمېر هېوادونه خنډونه جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت دا خبره وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ په لوېدیځ هرات کې د مخالفو وسله‎والو یوه ډله چې په وینا یې ګاونډي ایران ورته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستې پر مراسمو د حملې دنده سپارلې وه، د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ که څه هم ازادي راډيو ته د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو ادعاوې رد نه‎کړې، خو ټینګار يې وکړ چې دوی به په دې اړه پلټنې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

نوموړی وايي:

"موږ څېړنې پیل کړي، اوس له وخت مخکې ده چې په اړه‌یې خبرې وشي، که ولیدل شول، موږ به‌یې په اړه نظر څرګند کړو، په سیمه کې ځیني مغرض هېوادونه شته چې نه‌غواړي افغانستان کې سترې اقتصادي پروژې پلې شي، خو موږ به چا ته اجازه ورنه‎کړو."

ښاغلي دانش وویل چې په افغانستان کې د ټاپي په ګډون د ټولو سترو اقتصادي او ملي پروژو د ساتنې په هدف یو لوی امنیتي پلان چمتو شوی او افغان امنیتي ځواکونه په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ په لوېدیځ هرات ولایت کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شي، افغان امنیتي ارګانونو ویلي چې د دغې پروژې د افتتاح لپاره‌يې په لوېدیځ هرات کې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاپي په ګډون د ټولو پروژو امنیت ته اقدامات کوو.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې تېره ورځ په هرات کې د وسله‎والو یو ۱۰ کسیزه ډله چې په دې مراسمو د حملې دنده ورکړل شوې وه، د سولې له پروسې سره یوځای شوه.

د دغې ډلې قوماندان محمد ایوب علیزایي رسنیو ته ویلي چې ایران ورته د مالي او پوځي امکاناتو د برابرولو تر څنګ په ایران کې دننه پوځي روزنه ورکړې او د بېلابېلو وسلو د کارولو طریقه‌يې هم ورښودلې ده.

ازادي راډیو په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت له چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو چا ځواب نه‌کړه.

له دې وړاندې په سلما برښنا بند هم د حملې د هڅې پړه پر ایران وراچول شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو وروسته ایراني چارواکو په ښکاره غبرګون وښوده، ويې‌ویل چې ایران به په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه‎شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي له حکومته د ټولو سترو اقتصادي پروژو د ښه امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

صالح محمد صالح
صالح محمد صالح

د دې کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل:

"په دې کې شک نه‌شته چې د دغه ډول ملي پروژو تطبیق په اوسنیو شرایطو کې چې له یوې خوا په افغانستان کې جګړه روانه ده او له بلې‎خوا سیمه‎ییز رقابتونه سخت دي، خو بیا هم افغان حکومت باید په هر شکل چې وي له خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې د دغه ډول پروژو امنیت ونیسي، څو وکولای شي دغه پروژه په بریالیتوب سرته ورسول شي."

ښاغلی صالح ټینګار کوي چې حکومت باید د ملي پروژو په وړاندې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان چلند ته په پام سره د دې پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG