د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

غني: ټاپي پروژه به افغانستان یوې پیړۍ وروسته مرکزي له جنوبي اسیا سره ونښلوي


افغان ولسمشر وایي، د ټاپي په پروژې سره به افغانستان له یوې پیړۍ وروسته مرکزي اسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي.

اشرف غني دا څرګندونې نن سهار د ټاپي د پروژې په مناسب هغو مراسمو کې وکړې چې نن سهار د ترکمنستان په سلیم چشمه سرحدي سیمه کې جوړ شوی و او پر هغه سربېره د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ام جې اکبر ګډون کړی و.

افغان ولسمشر دغه راز وویل چې په دغه پروژه کې ښکېلو څلورو واړو هېوادونو دا درک کړې چې اقتصاد یو مهم عنصر دی او موږ هم نن په ګډه د یوه داسې لیدلوري بنسټ کېښود چې راتلونکي نسل ته دا ډاډ ورکوي چې دغه لید لوری به پر بې وزلۍ، بې کاري او افراطیت برلاسی شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ټاپي پروژه د پاکستان او ټولې سیمه لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې هغه به د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې نن ماسپښین د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې کار نن په هرات کې رسماً پرانېستل شي چې څلور واړه چارواکي به هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

افغان چارواکو د دغې سترې پروژې د امنیت ډاډ ورکړی.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاپي د پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا یوه ملي پروژه ده او ګټه یې ټولو خلکو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG