د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې د رغونې کار به نن جمعه رسماً پرانېستل شي


په پام کې ده چې د ټاپي په نوم د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد د پروژې عملي چارې نن جمعه په هرات ښار کې رسماً پرانېستل شي.

پر دې پروژې د عملي کار د پیل په درشل کې د هېواد د امنیتي ارګانونو چارواکي وايي، د دې مهمې ملي پروژې د امنیت لپاره جدي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد تېره شپه له هراته په یو ټیلیفوني تماس کې د دې پروژې د امنیت لپاره پر اقداماتو رڼا واچوله.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مرادعلي مراد
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مرادعلي مراد

نوموړي وویل:

"د دې پروژې امنیتي تدابیر سنجول شوي چې باید څه ډول وي. څو چې عملي کار له تورغنډۍ څخه هرات ته او له هرات څخه نورو ولایتونو او بیا پاکستان ته ګړندي کېږي، دا هرڅه محاسبه شوي او کار پرې شوی او په دې برخه کې چې د پروژې د امنیت لپاره څومره ځواکونه چمتو شي هم کار شوی او کله چې عملي کار پیلېږي، اړوند ځواکونه به په ټاکلو سیمو کې ځای پرځای شي او خپل کار به پیل کړي."

خو جنرال مراد ونه ویل چې د دې کار لپاره په کوم شمېر سرتېري په دنده ګومارل کېږي.

ټاپي پروژه له سیاسي او امنیتي پلوه څومره عملي ده؟

د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین همدا راز وویل چې د ټاپي پروژې د پرانېستو د مراسمو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

ولسمشر اشرف غني په دې مراسمو کې د ګډون لپاره تېر ماښام هرات ښار ته ورسېد.

په پام کې ده چې د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ام جې اکبر هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00
مستقیم لېنک

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ټاپي د عملي چارو له پیلېدو سره به د دې پروژې د امنیت لپاره لا زیات تدابیر ونیول شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل:

"کله چې دا پروژه پراخېږي ورسره زموږ جزوتامونه هم د امنیت لپاره زیاتېږي او په دې اړه فکر شوی دی. په هرات ولایت کې خو موږ هېڅ ستونزه نه لرو ځکه هلته موږ ۲۰۷ ظفر قول اردو لرو، هوايي قطعات لرو او په څنګ کې یې په شینډنډ کې د کومانډو یوه لوا لرو چې مجهزه لوا ده. یعنې په هرات کې موږ د دې پروژې د امنیت لپاره هيڅ راز مشکل نه لرو."

افغان چارواکي وايي، د ټاپي په چوکاټ کې د ګاز پر لېږدولو سربېره د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې د برښنا سب سټیشنونه، نوري فایبر او د اوسپنې د پټلۍ پروژې هم شاملې دي. تمه ده چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال په پای کې بشپړه شي.

د ټاپي د ګاز نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره یې په افغانستان کې او په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې تېرېږي.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې د ټاپي د پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان په لومړیو لسو کلونو کې د نل لیکي د ترانزیت له درکه پنځه سوه میلیون مکعب متر ګاز او په کال کې څلور سوه میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG