د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

ټاپي پروژه له سیاسي او امنیتي پلوه څومره عملي ده؟


په پام کې ده چې د ټاپي نل‎لیکې د رغونې چارې د افغانستان په ګډون په دې مهمه پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو د چارواکو په ګډون نن پنجشنبه په هرات کې په یوه غونډه کې پرانېستل شي.

ټاپي نل‎لیکه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته- چې انرژۍ ته اړتیا لري ولېږدوي.

افغان چارواکي هیله‎من دي چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به د هېواد په ډېرو سیمو کې د اقتصادي پرمختګ او د زرګونه افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي، خو دا مهمه پوښتنه لا هم پرځای پاتې ده چې دا پروژه له سیاسي او امنیتي پلوه څومره عملي ده؟

د ازادي راډیو خبریال احمدتکل په دې اړه په کابل کې د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز له مشر حلیم‎الله کوثري سره مرکه کړې.

ښاغلی کوثري په دې باور دی چې په ټاپي کې شامل هېوادونه د دې پروژې عملي کېدو ته پوره چمتووالی لري.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG