د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د کونړ عالمان: که دیني عالمان یو شي، جنګونه ختمېدای شي


په کونړ کې دیني عالمان وايي، که ټول دیني عالمان سره متحد شي، نو په هېواد او اسلامي نړۍ کې روان جګونه پای ته رسېدای شي.

دوی وویل، په افغانستان کې په روانه ۴۰ کلنه جګړه کې تراوسه هېڅ ګټه افغان ولس ته نه ده رسېدلې، بلکې هره ورځ بې شمېره افغانان وژول شوي او ټپیان شوي، بې شمېره کورنۍ د ویر پر ټغر ناستې دي او وطن مو وران شوی دی.

له دې ډلې مولوي سید ولي والله وویل:

"په جنګ کې ورانۍ راځي، په جنګ کې کورونه، ښارونه، جوماتونه او مکتبونه خرابېږي، نو په جنګ کې خیر او ګټه نشته او نه هم جنګ د ګټې شی دی."

هغه وویل، ولسونه او دینې عالمان دنده لري چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د روغې جوړې لپاره خپله اسلامي او افغاني دنده ترسره کړي، څو په هېواد کې روانه ورور وژنه پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه اوږد ناورین د خاتمې لپاره مناسبه دا ګڼم چې قومونه، ولسونه او دیني عالمان له دولت او د دولت له مخالفینو سره په سولیزه توګه کیني، دواړو خواو ته د یو بل پیغام او غوښتنې ورسوي، کومه خبره او غوښتنه چې د دوی حق دی، باید دواړه يې یوبل ته ومني."

مولوي نجیب الله حقیار بیا وايي، د جګړې دواړو خواو ته دیني عالمان موجود دي او هریو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه ایاتونه او احادیث تحلیل او تفسیر کړي چې لومړی باید دوی خپل منځ کې وحدت رامنځته کړي.

ښاغلي حقیار وویل:

"یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې ده، یوهیو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که یوه لوېشت ځای دې ونیوه او یادې یو مسلمان وواژه، دېته کامیابي مه وایه، زموږ او ستاسي بریالیتوب په دې کې دی چې سره په یوه ټغر کینو او روغه جوړه وکړو."

دوی وايي، د اسلام په مقدس دین کې په هېڅ ډول د یوه بې ګناه مسلمان وژنه او ځورونه جواز نه لري او د هر ملا په فتوا که یو څوک وژل کېږي یا ټپي کېږي، د قاتل ترڅنګ فتوا ورکوونکی هم په قتل کې شریک دی.

سید ولي الله وايي، حکومت او وسله والو مخالفینو ته پکار ده چې دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د روغې جوړې واک ورکړي.

دی زیاتوي:

"باید قومونو او دیني عالمان ته دواړه خواوې د سولې د خبرو لپاره عام وتام واک ورکړي."

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی هم په دې نظر دی چې قومي مشران، دیني عالمان او د ټولنې نور غړي کولای شي چې وسله وال مخالفین د سولي خبرو ته دعوت کړي او په دې يې وپوهوي چې جنګ کې ګټه نشته.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

ښاغلي کلیمزي وویل:

"سوله به د باڼدې هغه سپین ږیری راولي، د جومات هغه امام به يې راولي، زموږ هغه ځوان به یې راولې چې په بانډو او کلیو کې ګرځي او اوسېږي، د دوی له حمایت او تحرک پرته سوله ناممکنه ده، زه درته اطمنان درکوم چې افغانستان کې به سوله راځي."

والي وايي، د کونړ هر اوسېدونکی د دولت له خوا د سولې استازی دی.

نوموړي وویل:

"که یو څوک قلباً نا راضي دی، یو څوک په فزیکي لحاظ مخالفینو سره دی، په هر لیول کې چې وي، زموږ ورته غېږ خلاصه ده، دعوت ورته ورکوو، تاسو زموږ استازولي کولای شئ او موږ بې له کوم قید او شرط سولې ته چمتو یوو."

خلک وايي، هېواد کې د جنګ بندولو او د سولې د راوستلو لپاره په جګړه کې د ښکېلو خواو سولې ته پوره ژمنتيا او د دیني عالمانو یووالي او هم غږۍ ته اړتیا ده، خو تراوسه یوې خوا هم دغه مسؤلیت په پوره توګه نه دی ترسره کړی .

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG