د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ناټو پلاوی: پر وسله والو طالبانو به فشارونه زیات شي


د ناټو هغه پلاوی چې د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزونې لپاره يې کابل، بلخ او هرات ولایتونو ته سفرونه کړي، پر وسله والو طالبانو د فشارونو د زیاتولو خبره کوي.

د ناټو په سازمان کې د امریکا، جرمني، ایرلينډ او د ترکیې سفیران افغانستان ته راغلي او دلته یې د افغان چارواکو او د ناټو ماموریت له مسؤلینو سره يې بحث او خبرې کړي.

دغه پلاوی به د افغانستان په اړه خپلې موندنې د ناټو سازمان په غونډه کې چې په جولای میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، شریکې کړي.

په ناټو سازمان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیرې «کې بیلي هاچیسون» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د اسلامي هېوادونو له خوا به په وسله والو طالبانو پوځي، اجتماعي او مذهبي فشارونه زیات شي.

کې بیلي هاچیسون
کې بیلي هاچیسون

نوموړې وویل:

"موږ دا اجازه نه ورکوو چې افغانستان دې يوځل بیا د تاوتریخوالي پړاو ته ولاړ شي، هیله لرو چې طالبان دا درک کړي چې دوی نشي بریالي کېدای، ښه به دا وي چې دوی د مذاکراتو میز ته راشي او د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي."

نوموړې دا شان وویل، دوی ۲۹ متحدین لري چې په يوه خوله په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او پرته له شکه چې په افغانستان کې سوله به په امریکا، کاناډا او اروپا هم مثبت اغېز پرېباسي.

خو دغه پلاوي افغانستان د خپل راتګ او د لیدنو کتنو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

دغه پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې ټاکل شوې په راتلونکې جولای میاشت کې په بروکسل کې نړیواله ټولنه د افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه بیا تازه کړي.

دغه پلاوي د افغان ځواکونو د روزنې او ښه تجهیز په برخه کې د همکاریو په دوام ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی کارنیلیوس زیمرمن وايي، دوی د بریا په حال کې دي او تمرکز يې د افغانستان پر ثبات دی.

د ده په خبره، باثبات افغانستان د سیمې د ټولو لوریو لپاره مهم دی.

بل خوا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته، د طالبانو روحیه ماته شوې او افغان ځواکونه ورځ تربلې د پیاوړې کېدو په حال کې دي.

جان نیکولسن
جان نیکولسن

دی وایي:

"د جګړې په میدانونو کې د طالبانو فعالیتونه کمزوري شوي او دوی ځانمرګو بریدونو او د ملکیانو وژلو ته مخه کړې او دوی دا د ځان لپاره امتیاز بولي، که څه هم دوی د ملکیانو د خونديتوب لپاره ځانونه متعهد بولي."

دغه پلاوي د افغان چارواکو په ګډون د ولسمشر محمد اشرف غني، د امنیتي سکتور له مسؤلینو او د ولایتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ په دې باور دی چې په وسله والو طالبانو او د دوی په ملاتړو د فشارونو په زیاتولو سره به ډېر ژر په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG