د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د سولې عالي شورا په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه ناسته مهمه بولي


د افغانستان د سولې عالي شورا په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته مهمه بولي.

ټاکل شوې چې په یوه میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه دوه مهمې ناستې په کابل او تاشکند کې جوړې شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په هدف، دغه ناستې مهمې ګني او په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ ټینګار کوي.

د دغې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ازبکستان کې د افغانستان د سولې په اړه د جوړېدونکې ناستې پایلې به ښې وي.

عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"د مرکزي اسیا هېوادونه هم د افغانستان د ناامنۍ اندېښنه لري، نو دوی د دغو نا امنیو د مخنیوي لپاره کوښښ کوي، ځکه دا يوازې د افغانستان خبره نه ده، د مرکزي اسیا اندېښنه هم ده، نو دې ته په کتو به د دغې ناستې اغېز زیات وي."

د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند ناسته د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان په نوښت جوړېږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا په خبره، په دغه ناسته کې به د سیمې او نړۍ د هېوادونو يو شمېر باصلاحیته استازي ګډون وکړي.

يو شمېر روسي خبري اژانسونو د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف له قوله خبر ورکړی چې په دغه ناسته کې روسیې، چین، امریکا، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستیال په خبره، ازبکستان په دې هڅه کې دی چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې سوله ټینګه شي او هغه اندېښنې چې هغه هېواد یې د افغانستان د نا امنیو په اړه لري، لېرې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل پروسې دوهمه ناسته چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ جوړه شي، ورته لازمې تیارۍ نیول شوې دي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د کابل پروسې د دوهمې ناستې د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې چې د کابل د پروسې دوهمه ناسته چې په کې په دوو مهمو موضوعاتو چې د افغانستان د دولت له لومړیتوبونو دي، بحث وشي چې يوه یې د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ او بله یې د ترورېزم سره مبارزه ده."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې به د ۲۵ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې، د دغې ناستې د جوړولو هدف په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د سولې په اړه د يوې اجماع رامنځته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او په یوه لیک کې یې د امریکا له متحده ایالاتونو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې.

خو د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت څو ورځې مخکې د دغه لیک د غوښتنې په ځواب کې وویل چې له دغې ډلې سره د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی، نه امریکا.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG