د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ازبکستان د افغان سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب کوي


ازبکستان به د روسیې، چین، د امریکا د متحد ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان د امنیت او سولې لپاره د یو نړیوال کنفرانس کوربه شي.

تمه ده چې دا غونډه د مارچ په شپږ ویشتمه په تاشکند کې جوړه شي.

د روسي اژانسونو په وینا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته وویل چې یو شمېر هېوادونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او په دې ناسته کې به روسیه، چین او د امریکا متحد ایالتونه د نړیوالو قدرتونو په استازیتوب برخه واخلي، پاکستان، ایران او هند به د سیمه ییزو په استازیتوب ګډون پکې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې سعودي عربستان، متحد عربي اماراتو او ترکیې ته هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنلیک استول شوی.

د کاملوف په وینا په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د استازیو هم هرکلی کېږي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روان مېلادي کال په پیل کې د دې کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی و.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د تاشکند په غونډه کې به د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي هم برخه اخلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د یوه ګاونډي په توګه تاشکند د افغانستان ناامنیو ته اندېښنه لري.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې د روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لسګونو هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي غونډه وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د چهارشنبې په ورځ به د کابل پروسې په ناسته کې به د وړاندې کېدونکې طرحې اساسي تمرکز د سولې د عملي اقداماتو په اړه وي.

د دغې شورا یوه غړي حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وویل:

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

"سره له دې چې تردې وړاندې پر یوه اجماع کار شوی، خو په ‎دې نوې طرحه کې عملي اقدامات په پام کې نیول شوي، په‎ دې هم بحث کېږي چې د سولې پروسه باید څه ډول مخته لاړه شي، راتلونکي پلانونه څه وي، په‎ دې تړاو زموږ خبرې روانې دي او په نتیجه کې به یو جامع طرحه ترتیب شي."

یوشمېر افغان کارپوهان د کابل پروسې په ناسته کې وړاندې کېدونکې طرحې ته خوشبینه دي.

د چارو كار پوه مطيع الله خروټی وايي، دا طرحه به د سولې عملي هلو ځلو ته لار پرانیزي.

XS
SM
MD
LG