د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د امنیت او دوامدارې پراختیا په غونډه کې د افغان سولې له هڅو ملاتړ وشو


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې د سولې او سیمه ییزې اجماع لپاره د افغانستان له هڅو د دې اتحاديې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

فدریکا موګرېني پرون په «۱۳۹۶کال لړم ۱۹»ازبکستان کې په منځنۍ اسیا کې د امنیت او دوامدارې پراختیا د غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.

د امنیت او دوامدارې پراختیا د کانفرانس چې د ازبکستان په ثمر قند کې جوړ شوی دی ګډونوالو د افغانستان د سولې له هڅو او له دې هېواد سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی په دې دوه ورځني کانفرانس کې برخه لري.

افغانستان د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره پر سیمه‌ییزې اجماع خبرې کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې فدریګا موګرېني ددې کانفرانس په څنډه کې له ښاغلي رباني سره وکتل او د سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه يې د افغان حکومت له هڅو د اروپايې ټولنې ملاتړ څرګند کړ.

فدریکا موګرېني
فدریکا موګرېني

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې پر همکاریو خبرې وشوې.

شکیب مسغتني
شکیب مسغتني

نوموړي زیاته کړه:

"په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې پر همکاریو او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ستراتیژۍ په اړه خبرې وشوې، له افغانستان سره د اروپا د همکاریو پر دوام او پر اوږد مهالو ژمنو هم ټینګار وشو."

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مرکزي اسیا کې د امنیت او دوامداره پراختیا د کانفرانس په حاشیه کې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو له مسؤلې لیسا کرتس او له خپل تاجک سیال سره وکتل.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د روان امنیتي او سیاسي وضعیت، راتلونکو انتخاباتو ،د سولې د پروسې او د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وشوې.

د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې د ثمرقند کانفرانس ته په خپله وینا کې په افغانستان کې سوله او امنیت د دې هېواد د ګاونډیانو او ټولې سیمې لپاره مهم بللي دی.

دا چې افغان پلاوي له دې کانفرانس نه څه توقعات لري په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي مستغني وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوړ پوړې پلاوي په دې کانفرانس کې په دې هدف برخه اخستې ده چې دا او داسې سیمه ییزې غونډې د سیمه ییزې اجماع د تقویت، د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مشترکې مبارزه لپاره زمینه برابره کړي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې پر همدې ټکو تمرکز وکړ."

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم په نېږدې راتلونکې له ازبکستان څخه کتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ازبکستان ته د ولسمشر د سفر په لړ کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو ۱۶ سندونه لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG