د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

خلیلي: د سولې د عالي شورا په نوم یو بستر، د سولې ټول بار کش کړي؟


د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې پر وړاندې ګڼو خنډونو ته په کتو وايي، دا شورا په یوازيتوب سره ځان د دغې پروسې د کامیابولو پر وړاندې، ډېره کمزورې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که څه هم د یو بې طرفه ارګان په توګه افغان حکومت ټول صلاحیتونه ورکړي، خو چې د سولې لپاره کومه ملي اجماع نه وي رامنځته شوي، په یوازيتوب سره د سولې هڅې نه شي بریالۍ کېدلای.

د دغې شورا مشر کریم خلیلي وايي، له همدې امله یې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، د حراست او ثبات شورا، د سیاسي او جهادي شوراګانو او ګڼو نورو سیاسي خوځښتونو له استازو او مشرانو سره مشورې کړي چې د سولې لپاره هڅې تر یوه چتر لاندې راولي.

ښاغلي خلیلي د یکشنبې په ورځ د رسنیو له استازو سره یوې مشورتې غونډې ته وویل، د سولې پروسه باید د خلکو د افکارو مجموعه وي او عملي استفاده ورنه وشي.

د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي
د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:

"سوله چې زموږ د خلکو یوه جدي اړتیا ده، څنګه تعقیب شي؟ ایا د سولې د عالي شورا په نوم یو بستر ټول بار کش کړي؟ موږ احساس کوو چې دا یوه ملي پروسه ده او تر کومه چې په دې برخه کې یوه ملي اجماع نه وي رامنځته شوي، دا پروسه دومره درنه او ستره ده چې د سولې د عالي شورا په نوم یو بستر ممکن ورته ډېر ناتوانه وي."

دی وايي، د سولې عالی شورا د نوې ستراتيژۍ تر بشپړولو وروسته، د سولې لپاره عملي جدي اقدامات پیل شوي دي.

د سولې عالي شورا د خپلې نوې ستراتژۍ په رڼا کې، عملي لارې چارې داسې وخت پیل کړې چې د شنونکو په باور، له تېرو ۷ کلونو راهیسې، دې شورا له قوي دریځه د سولې خبرو ته کار نه دی کړی.

خو د نوې ستراتژۍ له مخې چې د شورا د موجوده تشکیل په وینا، عملي او کاري بڼه لري، دا شورا باید د سولې ترویج، ملي اجماع، له مخالفینو سره د اړیکو جوړولو د دهلېز پرانېستلو، تفاهم او خبرو اترو ته د رسېدو په خاطر، د عادلانه لارو چارو لټولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

دا ستراتژي شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د سولې د عالي شورا له خوا تصویب شوې ده چې له مخې یې د هر ولایت لپاره بېلې لارې چارې په پام کې نیول شوې دي.

د سولې عالي شورا له تېرو ۷ کلونو راهیسې کار کوي، خو څلور میاشتې وړاندې یې تشکیل نوی شوی او دغه تشکیل د ملي اجماع د جوړېدو هڅې پیل کړې دي.

له دې سره د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره له بېلابېلو میکانیزمونو استفاده کېږي او افغان حکومت په دې برخه کې ښه نړیوال ملاتړ تر لاسه کړی دی.

خو ښاغلي خپلواک دغې غونډې ته وویل، له دې ورهاخوا افغانستان د ځینو بهرنیو کړیو له خوا له یوه بل ګواښ سره مخ دی.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک
د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک

ښاغلي خپلواک وویل:

"تر ټولو مهم چې موږ له کومې ننګونې سره مخ یوو، هغه د جنګ یا افراطیت دوهم پړاو دی، هغه پړاو د داعش او ځيني نورو بهرنیو کړیو دی، طالب خپل جنګیالي له لېرې پرتو سیمو استخداموي او ډېر کم تعلیم یافته وي، خو باالعکس داعش او بهرنۍ کړۍ په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې جدي کار کوي."

په داسې حال کې چې دغې مشورتي غونډه کې د رسنیو استازو تر ډېره د سولې د عالي شورا په نمایشي کارونو تورنه کړه، دغه شورا وايي، د سولې لپاره د دواړو خواوو لېوالتیا شته، خو باید مناسبه فضا رامنځته شي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغې فضا او مناسب بستر د رامنځته کېدلو لپاره، د سولې عالي شورا پنځه کمېټې جوړې کړي چې د ټولنې ټول قشرونه پکې شامل دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG