د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

افغانستان د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره پر سیمه‌ییزې اجماع خبرې کوي


د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د یوه نوي مېکانیزم پر رامنځته کېدو غږېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز منلی چې د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا او د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل په خاطر دې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره خبرې وکړي.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د دې چهارجوب د رامنځته کېدو وړاندیز د ملګرو ملتونو له‌خوا شوی چې د سیمه‌ییزې اجماع او اقتصادي پرمختګونو په برخه کې به لازم فرصتونه رامنځته کړي.

نوموړی وايي، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د افغانستان او ملګرو ملتونو تر څنګ په دې چهارچوب کې شامل دي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"دا چوکاټ چې غونډې به‌یې هر کال د سفیرانو، په ملګرو ملتونو کې د غړو هېوادونو د دایمي استازو او د دغو هېوادونو د مرستیال وزیرانو په کچه جوړېږي، د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا، اقتصادي همپالنې او امنیت په برخه کې مهم فرصتونه رامنځته کړي."

ښاغلی مستغني وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د دغه هدف او په منځنۍ اسیا کې د امنیت او پراختیا کنفرانس په نوم غونډه کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ ازبکستان ته ولاړ.

دی وايي، ښاغلی ربانی به په دغه سفر کې د منځنۍ اسیا، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په جلا توګه وګوري.

د نوي تشکیل لپاره د ملګرو ملتونو دا وړاندیز چې افغان حکومت‌یې هم د رامنځته کېدو لپاره هڅې پیل کړي داسې وخت کېږي چې د ملي وحدت حکومت هم د تېرو درېیو کلونو راهیسې د روانو ستونزو د حل په خاطر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو ټينګار کړی.

سلیم: د سولې خبرو بریالي کېدو په هدف ملي اجماع رامنځته کېږي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر ډېره په دغه کار کې بریالي شوي او د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه اوس په دې پوه شوي چې ترورېزم چېرې او له کومه ځایه سرچینه اخلي.

همداراز د روانو چارو کارپوه شهزاده مسعود دا وړاندیز او تشکیل مهم بولي، خو وايي په کار ده چې د سیمې د نورو هېوادونو باور هم ترلاسه شي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

نوموړي زیاته کړه:

"که یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه په اعتماد کې اخیستل کېږي او د سیمې هېوادونه نه‌اخیستل کېږې پایلې به‌یې ډېرې ښې نه‌وي دا ښه وړاندیز دی په اول قدم کې چې دا چوکاټ جوړ شي، خو باید نور هم په اعتماد کې واخیستل شي ځکه موږ وینو افغانستان اوس په تقابل کې روان دی."

دی وايي، په هغه صورت کې چې دا چوکاټ پراخېږي او د سیمې نور هېوادونه‌یې هم غړي ګرځي ګټې به‌یې ډېرې وي.

دا هڅې داسې وخت کېږي چې افغان حکومت تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګرۍ ته لېواله دی او ټاکل شوې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم ډېر ژر ازبکستان ته سفر وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG