د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

سولې شورا: د سولې اړوند ټولو هڅو سره طالبانو چمتووالی نه دی ښودلی


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دوی له ټولو هڅو سره سره وسله والو طالبانو په لویه کچه د خبرو لپاره څه چمتوالی نه دی ښودلی.

د دې شورا مرستیال عطالرحمان سلیم د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۰۵» ازادي راډيو ته وویل تمه ده چې د نویو هڅو سره چې په سیمه کې پیل شوي دا ډله د خبرو لار خپله کړي.

ښاغلی سلیم وايي، د دې هدف لپاره افغان حکومت له پاکستان سره د مخامخ خبرو لړی پیل کړې، تر څنګ یې اروپايي ټولنه د سیمې له هېوادونو سره سلا مشورې کوي او د اړیکو په کچه دا شورا خپل فعالیت لري.

عطاالرحمن سلیم
عطاالرحمن سلیم

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې لپاره هڅې کېږي، د څلور اخیزه ناستو لړۍ هغه ده پیل شوه، د دې تر څنګ له نورو لارو هم موږ د خبرو اترو لپاره هڅې پیل کړي، د اروپايي ټولنې نوی دریځ بل دلیل کېدلای شي چې دا هڅې رنګ راوړي او یا خبرې پیل شي."

دی وايي، افغان حکومت او د سولې عالي شورا په هر مجلس کې د سولې غږ جګ کړی، خو دا پروسه تر هغې نه شي بریالۍ کېدای چې مقابل لوری لږ تر لږه عملاً خبرو ته چمتوالی ونه ښيي.

افغان حکومت نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې خبرو د بیا پیلېدو لپاره د څلور اړخیزه غونډو په چوکاټ کې له پاکستان سره د مخامخ خبرو لړۍ پیل کړه چې چین او امریکا یې هم نظارت کوي.

د جمهور رئیس سره د مشورتي ناستو یوه ګډونوال عزیزالله دین محمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، دا هدف تعقیبېږي تر دې چې ولسمشر ته مشوره ورکړل شوې تر څو د کامیابۍ او پر پاکستان د فشار لپاره د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم په اعتماد کې واخلي.

په دې لړ کې ولسمشر محمد اشرف غنې د تېرې سې شنبې په ورځ هندوستان ته سفر وکړ او په همدې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له کابل، اسلام اباد او نوي ډهلي څخه لیدنه وکړه.

اروپايي ټولنې هم تېره ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې پروسې د بیا ژوندي کېدو لپاره خپل رول پراخوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازی رولاند کوبیا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه سیمه ییزه اجماع جوړه کړي:

رولاند کوبیا
رولاند کوبیا

"زه به په سیمه کې له ټولو همکارانو، د افغانستان له ګاونډیانو او دغه شان هغو هېوادونو سره چې لرې پراته دي او هغه هېوادونه چې کولای شي مثبت ټکي رامنځته کړي او د امن افغانستان لپاره پر خپلو ځینو پالیسیو بیا کتنه وکړي مشوره وکړم، د افغانستان په اړه به له هغوی سره د غیر سیاسي مواردو په اړه هم وغږېږم."

د افغانستان د ملي شورا ډېرو غړو او سیاسي ځينو څېړونکو تل ټينګار کړی چې د افغانستان ستونزه تر ډېره بهرنی اړخ لري او باید حل یې هم د دولتونو په کچه ولټول شي.

له ډلې یې څیړونکي میرسردار ازادي راډيو ته وویل پاکستان په دې برخه کې مهم لري او تر هغې چې پر دې هېواد لازم فشار را نه وړل شي وسله وال طالبان به په اسانه خبرو ته حاضر نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG