د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

دین محمد: له پاکستان سره دې اړیکې په دقت، خو د وخت له ضایع کېدو پرته روغې شي


د افغانستان د سیاسي او جهادي مشرانو هغه ډله چې د ولسمشر محمد اشرف غني سره مشورتي ناستې کوي، وايي چې افغان حکومت د ځينو شرطونو پر بنسټ له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکوي.

دغه مشران چې د مهمو موضوعاتو په اړه له افغان ولسمشر سره ناستې کوي، وايي چې افغان حکومت به له پاکستان سره خپلې اړیکې پالي، خو په خبره‌یې چې په دې برخه کې د هغه هېواد رښیتني اقدامات خورا مهم دي.

له دې ډلې عزیزالله دین محمد چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال هم دی، وايي چې حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې له پاکستان سره د خبرو لپاره د سیمې ځيني هېوادونه هم په جریان او اعتماد کې وساتل شي.

ښاغلي دین محمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هندوستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر هم د یادو مشورو یوه برخه وه چې د سولې په برخه کې د افغاني لوري دریځ قوي کړي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

ښاغلی دین محمد وایي:

"ولسمشر ته مشوره ورکړل شوې چې په مجموع کې دوستان او هېوادونه چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره په اجماع کې شریک دي، په اعتماد کې واخیستل شي او په ورته وخت کې له دوی سره داسې خبرې وکړای شي چې دلته د سولې او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغاني لوري دریځ قوي کړي."

نوموړی وايي، ټينګار په دې دی چې له پاکستان سره اړیکې په دقت، خو د وخت له ضایع کېدو پرته روغې شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او سیمې په حالاتو د خبرو لپاره د سې شنبې په ورځ هندوستان ته سفر درلود.

پاکستان تل د کابل او نوې ډېلي په نږدې اړیکو اندېښنه څرګنده کړې، خو افغان لوری وايي، د قوي دریځ خپلولو لپاره د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو باور اخیستل او د دې لپاره چې پر پاکستان فشار وساتل شي، باید اړیکې وپالي.

له دې مخکې له اوږده ځنډ وروسته افغان حکومت نږدې دوه اوونۍ وړاندې د څلور اړخیزو ناستو په لړ کې له پاکستان سره د خبرو لړۍ پیل کړه.

د امریکا او چین په شمول، دغې څلور اړخیزې ناستې چې د عمان په مرکز مسقط کې ترسره شوه، افغان حکومت هیله‌مند کړی چې پاکستان به په خپلې پالېسۍ کې بدلون راولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر د مشورو پر مټ له پاکستان سره مذاکرات پیل کړي، خو هغه هېواد باید له ترورېزم سره په مبارزه کې مهم رول ادا کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه چې ولسمشر د جهادي او سیاسي مشرانو سره کومه مشورتي غونډه لرله، ولسمشر وویل چې د دوی د مشورو پر مټ‌یې له پاکستان سره دولت په دولت مذاکرات پیل کړي، هیله‌مند یوو چې د پاکستان په پالېسۍ کې به بدلون راشي او دغه‌شان هغه هېواد به له ترورېزم سره په مبارزه کې مهم رول ولوبوي."

افغان لوری په دې اړه چې د خبرو دا لړۍ به بیا کله او چېرته ترسره شي، څه نه‌وايي، خو پاکستان ولسشمر غني ته بلنه ورکړې چې هغه هېواد ته سفر وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، پاکستان ته د افغان پلاوي سفر د هغه هېواد په اقداماتو پورې اړه لري او دا به یوازې په نوم سفر نه‌وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG