د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

غني او مودي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي


جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په کتنه کې، د افغانستان د سولې او ثبات تر څنګ په دوه اړخیزو همکاریو او بېلابېلو نورو موضوعاتو هم غږېدلای دی.

د جمهور رئیس د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، له هندي چارواکو سره د افغان پلاوي د خبرو ډېر تمرکز په دوه اړخیزو همکاریو، سیمه ییزو همکاریو او د ترورېزم سره پر مبارزې دی.

د جمهور رئیس د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"ولسمشر غني په دې سفر کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې، د هغه هېواد له ولسمشر او صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو، په تیره بیا په سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او په همدې ډول په سیمه ییزې همکارۍ او د ترورېزم سره په مبارزې خبرې وکړې."

جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر د سې شنې په ورځ په خپلمنځي کتنه کې، د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته، د رامنځته شويو فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې.

هندوستان ته د ولسمشر سفر یو ورځنی دی او د هغه هېواد د صدراعظم په بلنه تر سره شوی دی.

ولسمشر غني تېر ماښام له سیاسي او جهادي مشرانو سره په غونډه کې د دغه سفر هدف د سیمه ییزو همکاریو پراخول او له هند سره د هر اړخیزو اړیکو پیاوړي کول یاد کړی دی.

له دې سره د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، کابل او نوی ډهلی هڅه کوي چې په سیمه کې د پاکستان پر وړاندې، د دوو ژمنو هېوادونو رول ولوبوي.

د دې کارپوهانو له ډلې نصرت حقپال ازادي راډيو ته وویل، افغانستان او هند په ګډه هڅه کوي چې پاکستان تر فشار لاندې راولي.

نوموړي وویل:

"هغه سفرونه چې د هندي او افغان چارواکو تر منځ کېږي، تر ډېره له دې امله دي چې دواړه هېوادونه څنګه کولای شي چې د پاکستان د کړنو او هغه دریځ چې هغه هېواد یې د سیمه ییزو چارو، افغانستان او هند پر وړاندې لري، تر فشار لاندې راولي او د سیمه ییزو متحدانو په څېر رول ولوبوي."

هندوستان او پاکستان ډېر پخواني سرسخت سیالان دي او اسلام اباد تل د کابل او نوي ډهلي پر نېږدې اړیکو اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو یوه میاشت وړاندې دا فغان حکومت اجرائیه رئیس نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې وویل، اسلام اباد باید د کابل او نوي ډهلي له نېږدې اړیکو وېره وه نه لري.

افغان چارواکو تل ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او له نورو هېوادونو سره اړیکې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

پخواني معلومات:

افغان ولسمشر نن سې شنبه په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل.

د جمهوري ریاست په ویب پاڼه کې لیکل شوي چې اشرف غني له نرېندرا مودي سره د هغو فرصتونو په اړه چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته په افغانستان او سیمه کې د دوامدارې سولې او ثبات او همدارنګه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د همکاریو د پراختیا په برخو کې رامنځته شوي خبرې وکړې.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

له دې کتنې مخکې اشرف غني د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره د سټراټيژيک مشارکت په اړه خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې غنې او مېرمن سواراج د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې، ټرانزیټ، سیمه ییز اتصال او له ترورېزم سره د مبارزې پر مسایلو خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني نن د هند له ولسمشر سره هم وګوري او په نوي ډیلي کې به یوې غونډې ته هم وینا وکړي.

هند ته د ولسمشر غني په دغه یوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د کانونو وزیره ملتیا کوي.

XS
SM
MD
LG