د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د نوي ډیلي، کابل او واشنګټن ترمنځ خبرې به ګټورې وي؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د هند د رول پر پراخېدو خبرې وکړې.

رکس ټيلرسن چې له کابل او اسلام آباد څخه له کتنو وروسته نوي ډیلي ته تللی وایي پاکستاني مشرانو ته یې د ترهګرو ډلو د کنټرولو په برخه کې چې په خاوره کې یې حضور لري، د ولسمشر ټرمپ د ادارې مشخصې غوښتنې وړاندې کړې دي.

ټیلرسن زیاته کړه، زښتو زیاتو ترهګرو ډلو په پاکستان کې د ځان لپاره خوندي ځایونه موندلي چې له هغه ځایه پر نورو حملې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل چې هند له دې سره موافقه وکړه چې د افغانستان په اړه له واشنګټن او کابل سره خبرې مخ ته یوسي.

په دې اړه نوریاس نوري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې له اسلام اباد سره د کابل کړکېچنو اړیکو ته په پام سره د نوي ډیلي، کابل او واشنګټن ترمنځ خبرې به ګټورې وي؟ ښاغلي ستانکزي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG