د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د پکتيا د سولې شورا: طالبان او حکومت يو له بل سره تګ راتګ لري


نن پنجشنبه د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سولې اوونۍ د پيل او د دغه ولايت د سولې شورا د غړيو د معرفۍ ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه چې ډېرو علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او حکومتي چارواکو په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د پکتيا سولې عالي شورا مشر مولوي خالقداد حقاني روانه جګړه په افغانانو تحميل شوې بللو ترڅنګ دا وويل چې دوی د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سولې ته ژمن دي او په ولس يې غږ وکړ چې د سولې پروسې په ځواکمن کېدو کې ورسره ونډه واخلي.

نوموړي وويل، همدا اوس ښايي وسله وال طالبان په حکومت او حکومت په وسله والو ډلو کې داسې افراد لري چې د دوی لپاره جاسوسي او د دوی په خوښه کارونه کوي چې تاوتريخوالی او نا امني ترې پيدا شوې.

حقاني زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې اوس هم د دولت او مخالف صف تر مابين تګ راتګ شته په دې دولتي اداراتو کې به د هغوی نمايندګان موجود وي د هغوی لپاره به کار کوي د هغوی په صف کې به چې وي د دولت کسان وي دولت لپاره به کار کوي خو دا د حل لاره نه ده کنه، هغه کسان، که اجازه لري چې يو بل ته د راپور چې په صفت باندې کار وکړي ولې هغه کسان وجود ونه لري چې دواړو ته يې د خير اراده وي او د ښه ناصح او مصلح په توګه کار وکړي او د دواړو ترمنځ د افغانانو د وينې توئيدو مخه بنده شي."

ده زياته کړه چې ولې دواړه لوري حکومت او وسله وال طالبان داسې يو هیئت ته زمينه سازي نه کوي چې په سولې پروسه کې د خير سبب وګرځي او له دواړو لورېو څخه يې غوښتنه وکړه چې دوی دې په دې ولس نوره بدګوماني نه کوي او له منځه دې يې داسې هیئت وټاکي چې په اخلاصمندانه ډول ګامونه واخلي او د ټولو ګټې په سوله کې خوندي کړي.

نوموړي د سولې شورا هغه غړي چې دندې يې له تېرو دوو کلونو راهيسې په تعليق کې لوېدلي وې او اوس بيا مرکزي حکومت د دوی مقرري کړې خلکو ته ورمعرفي کړل.

په دغه جوړه شوې غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی وويل، تر دې مهاله چې دوی څومره معلومات لري روانه جګړه د سيمه یيزو قدرتونو ترمنځ ده.

د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی
د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی

نوموړي زیاته کړه:

"۹۰ فيصده د دې شخړو عوامل بهرني دي زموږ ګاونډي هېوادونه چې يوه بهانه ترې ورکه شي په بله بهانه دلته د ولسونو ترمنځ نفاق اچوي او که په هغه وپوهېږو بيا په بله بهانه دلته خپل کار کوي، نو هيله مې دغه ده دوستانو چې موږ تاسې په خپله بايد د سولې په پروسه کې کار وکړو او د روانې جګړې مخه ونيسو."

ده له خلکو وغوښتل چې د دوی په رايو راغلي حکومت ننګه او ملاتړ وکړي او د سولې پروسې په پياوړي کېدو کې ولسونه دواړو لورو ته قناعت بخش ځوابونه ورکړي.

د پکتيا ولايتي اداري چارواکو او امنيتي ادارو تر اوسه پورې په دې خبره څه نه دي ويلي چې په حکومت کې دې د وسله والو داسې کسان وي چې د وسلوالو طالبانو لپاره کار وکړي او نه هم د وسلوالو طالبانو وياندويانو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG