د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د سولې د ټینګښت په هدف پر عملي ګامونو د سولې عالي شورا ټینګار


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې لپاره یوازې شعارونو نه بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس سوله د افغانستان یوه مهمه اړتیا بولي وايي، د سولې د ټینګښت لپاره باید هر اړخیز کارونه ترسره شي.

اکرم خپلواک چې د سې شنبې په ورځ‌یې په کابل کې «د جنګ د عواملو او حل لارو» په نوم یوه کنفرانس ته خبرې کولې ټیګار وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره هېڅ فرصت باید له لاسه ورنه‌کړل شي.

نوموړی وايي، سوله باید له کوم شرط پرته حقیقت پیدا کړي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:

"د دې پر ځای چې شعارونه ورکړو باید عملی اقدامات وکړو چې څنګه کولای شو لیدلوری واخلو او هغه بیا څرنګه تطبیق کړو، سوله د تسلیمېدو په معنا نه ده، دوی چې څه ډول وړاندیزونه ولري، موږ یې اورېدو ته چمتو یو."

دی وايي، طالبان د ځينو هېوادونو او مافیایي ډلو د اهدافو د تطبیق هڅه کوي.

ښاغلي خپلواک په دغه کنفرانس کې چې د افغان سمون ټولنې لخوا جوړ شوی و، ټینګار وکړ چې مافیایي او استخباراتي ډلې باید له افغان ځوانانو غلطه استفاده ونه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې تر سره کړې چې ګڼو ملکيانو او پوځيانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د پکتیا او غزني د ولایتونو د خونړیو حملو د وژل شویو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون سره انتحاري حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د افغان سمون د ټولنې غړی عبدالله صافی وايي، دوی له ۲۴ ولایتونو نه افغان ځوانان دغه دری ورځني کنفرانس ته رابللي دي.

دا ټولنه د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو رول مهم بولي وايي، هغه ځوان چې له کنفرانسه بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځي د نورو ځوانانو د راټولېدو دنده ورسپارل کېږي.

د دغې د ټولنې مشر رحمت الله قریشي وايي، د دغه کنفرانس په پای کې به دوی افغان حکومت ته د سولې د ټينګښت او حل لارو هغه وړاندیزونه وسپاري چې د بېلابېلو ولایتونو ځوانان يې لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په هره سیمه کې جګړو موږ اندېښمن کړي یو، خو هغه سیمې چې له ۱۵ کلونو راهیسې د اور په لمبو کې سوځي او ورځ تر بلې پکې جنګونه ډېرېږي، موږ یې ډېر زیانمن کړي یو، راځی چې ورڅخه د خلاصون لپاره لاسونه سره ورکړو."

له دې سره له ولایتونو راغلي یو شمېر ځوانان سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت سیاسي اراده کمزورې بولي.

دوی د خپلو ولایتونو سلګونه داسې ستونزې بیانوي چې په وینا یې د دوی سیمې یې ناامنه کړي دي.

د هلمند ولایت یوه تن اوسېدونکي احمدشاه پاڅون وویل:

"دا چې چارواکي زموږ غږ څومره اوري او څومره پرې عمل کوي او یا ورته اهمیت ورکوي وخت به یې معلوم کړي، خو دا چې دوی مخکې هم ژمنې کړي موږ ته داسې برېښي چې ډېره تمه ونه لرو."

له دې سره د ملګرو ملتونو د معاونیت د دفتر یا یوناما استازی دوني تیلي په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم بولي او د دغه هدف لپاره د دوی پر راټولېدو ټينګار کوي.

نوموړی وايي، جنګ د افغانستان ستونزې نه شي هوارولی او نړیواله ټولنه به د دغه هېواد د سولې لپاره هر ډول زمینه برابر کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG