د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی: د افغان سولې په اړه له پاکستان سره خبرې کوو


د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې اروپايي ټولنه هڅه کوي تر څو د یوې سیمه ییزې اجماع له لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د پنجشنبې«۱۳۹۶کال لړم۴ ۰» په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دی هڅه کوي تر څو د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د ځینو هېوادونو سره د خبرو اترو له لارې په افغانسان کې ثبات ته کار وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا.

نوموړي زیاته کړه:

"زه به په سیمه کې له ټولو همکارانو، د افغانستان له ګاونډیانو او دغه شان هغه هېوادونه چې لرې پراته دي او هم هغه هېوادونه چې کولای شي مثبت ټکي رامنځته کړي او د امن افغانستان لپاره پر خپلو ځینو پالیسیو بیا کتنه وکړي مشوره وکړم، د افغانستان په اړه به له هغوی سره د غیر سیاسي مواردو په اړه هم وغږېږم."

ښاغلی کوبیا وايي، دی به له پاکستان سره هم د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي او ټينګار یې وکړ چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې رولاند کوبیا د دغې ټولنې د ځانګړي استازي او پیري مایدون د اروپايي ټولنې د سفیر او د دغې ټولنې د پلاوي د رئیس په توګه د افغانستان لپاره په دندو ګمارلي دي.

د اروپايي ټولنې په نوې ستراتیژۍ کې چې تازه تصویب شوې سوله او ثبات، سیمه ییز امنیت، ډموکراسي، د قانون حاکمیت، بشري حقوق، زېربنايي او پراختیايي پروژې، کډوالي او د افغان ښځو او ماشومانو څخه ملاتړ مهم موضوعات شامل دي.

له دې سره د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د سیمې د هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو پر سر اختلافات د دغې سیمه ییزې اجماع پر وړاندې ستر خنډ دی.

د دې کارپوهانو له ډلې طاهر هاشمي ازادي راډيو ته وویل د اجماع له رامنځته کېدو مخکې باید د سیمې هېوادونه په تېره هغه چې د ترورېزم ملاتړ کوي په ټوله معنا وپېژندل شي.

ډاکټر طاهر هاشمي.
ډاکټر طاهر هاشمي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې دوی په خپلو کې تر اخرین حده پورې د ګټو تضاد لري، ممکنه نه ده چې تر منځ یې سیمه ییزه اجماع رامنځته شي، ښايي هڅې وشي، خو مهمه مسئله دا ده چې دا سیمه ییزه اجماع رامنځته شي باید یو وار دغه هېوادونه مطالعه شي، د ترورېزم په برخه کې د سیمې د دغو هېوادونو دریځونه مختلف دي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د سیمه اییزې اجماع را بلل ډېره مهمه ده.

افغان ولسمشر شااوخوا دری کاله وړاندې د ټایم په نوم مجلې ته وویل افغانستان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یوه سیمه ییزه اجماع لرله، خو دا وخت یو ځل بیا سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده چې د جوړېدو لپاره یې ډېر پرمختګ شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG