د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۴

پاکستان ته د غني خبرداری: پاکستان دې د سولې پیدا شوی فرصت نه ضایع کوي


د افغانستان ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړ چې وخت ضایع نه‎کړي او له افغانستان سره د سولې خبرو ته کښیني.

اشرف غني وویل چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې دې هڅې نتیجه نه‎ده ورکړې خو اوس ښه فرصت برابر شوی دی او له دې څخه باید اسلام اباد ګټه واخلي.

د افغانستان ولسمشر په نیویارک کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د پاکستان له دولت سره سوله پکار ده ترڅو ټوله جنوبي اسیا خوندي شي.

اشرف غني دا خبره د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د اسیا د سولې او امنیت په نوم په یوې غونډې کې وکړه او ویې ویل چې پاکستان ته دا یو ښه چانس دی چې برابر شوی دی.

افغان ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې د سولې پیدا شوی فرصت ضایع نه کړي
افغان ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې د سولې پیدا شوی فرصت ضایع نه کړي

نوموړي زیاته کړه:

"دا د پاکستان د مشرتابه لپاره یو بې ساری فرصت دی ترڅو له موږ سره د راپاتې میراث پر سر خبرې وکړي او پریکړه کړي چې پخوانۍ کړنې به نه تکراروي او پر هغوی به برلاسه کېږو. د جنوبي اسیا امنیت ډېر مهم دی."

ولسمشر غني زیاته کړه چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د پاکستان له دولت سره د سولې خبرو ګټه نه‎ده کړې، خو اوس پکار ده چې دا خبرې وشي ځکه چې زمینه ورته ډېره ښه برابره شوې ده.

افغان ولسمشر بیا وویل چې له پاکستانه پرته له نورو ګاونډیو سره یوه تفاهم ته رسیدلي یوو چې د منځنۍ اسیا، افغانستان او جنوبي اسیا اقتصاد څرنګه وده وکړي.

د افغانستان ولسمشر بیا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي وستایله.

د نوې ستراتیژي له مخې په زرګونو نور امریکایي ځواکونه افغانستان ته روان شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس د اسیا د سولې او امنیت په نوم غونډې ته وویل چې تېر کال بهرنیو ځواکونو په جګړه کې برخه نه لرله خو بیا هم طالبان بریالي نه شول، نو اوس خو یو مخ دا چانس نه لري چې په جګړې کې بریالي شي.

ولسمشرغني په ورته وخت کې د افغان ځواکونو هڅې وستایلې خو دا خبره یې وکړه چې پولیس کمزوري دي.

ولسمشرغني په ورته وخت کې د افغان ځواکونو هڅې وستایلې
ولسمشرغني په ورته وخت کې د افغان ځواکونو هڅې وستایلې

دی وايي:

"د افغانستان ملي اردو دا توان لري چې هره ولسوالۍ په څو ورځو کې بېرته ونیسي. زموږ ستونزه د دې سیمو د ساتلو ده. د دې سیمو ساتل د دې لپاره ګرانه دي چې زموږ په پولیسو کې سم اصلاحات نه‎دي راغلي او ظرفیت یې ښه نه‎دی. خو دا وضعیت د تغیر په حال کې دی."

د افغانستان ولسمشر د اسیا د سولې او امنیت په نوم غونډې ته دا خبره هم وکړه چې افغانستان د اسیا زړه دی.

د اسیایي ګڼو هېوادونو لنډې لارې پر افغانستان تیرېږي، نو که دلته سوله ثبات نه‎وي د اسیا اقتصاد چې په سلګونو میلیونه خورا بې وزله انسانان په‎کې ژوند کوي، وده نه‎شي کولی.

XS
SM
MD
LG