د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان باید د نړيوالې اجنډا په سر کې وي


د سې شنبې په ورځ د ازبکستان ولسمشر شوکت مير ضيایف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وينا پر مهال وويل چې په سيمه کې د ثبات پر لور يو لوی ګام دا دی چې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو ملاتړ وشي.

ده وويل چې ازبکستان به د افغانستان د ټرانسپورټ او انرژۍ له سکتور سره مرستې ته دوام ورکړي.

ده وويل:

"زه په دې باور يم چې افغانستان باید د نړيوالې اجنډا په سر کې وي."

ميرضيایف وويل چې د خلکو د ژوند د کچې لوړولو په خاطر ده روانه مياشت ماليه کمه کړه، تجارتونو ته يې پورونه ورکړي او ازاد اقتصادي زونونه يې رامنځته کړي دي.

ده وويل:

"موږ د يوې ساده خبرې له مخې روان يو: هر څومره چې خلک بډايه شي، دولت به هغومره پياوړی وي."

ميرضيایف وويل چې حکومت به يې د سوله‎يېزې او په اقتصادي توګه بريالۍ منځنۍ اسيا پر لور کار کوي او دا به د ثبات، اوږدمهال پرمختګ او ښه ګاونډ يو زون وي.

ده د ازبکستان او قرغزستان ترمنځ د پولي تړون مهم وباله.

دا تړون روانه مياشت د دغو هېوادونو تر منځ لاسليک شو.

د سېپټمبر مياشتې په لومړېو کې د قرغزستان او ازبکستان تر منځ د پولي د تړون لاسلیک ډېر مهم ګام وو.

ده زياته کړه چې په سيمه کې په لږه موده کې يو نوی سياسي چاپېريال رامنځته شو.

ميرضيایف د مستبد ولسمشر اسلام کريموف تر مشري لاندي ۱۳ کاله د ازبکستان صدراعظم وو. دی د کريموف تر مړينې وروسته د ۲۰۱۶میلادي کال په ډیسمبر مياشت کې د ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.

د کريموف تر واکمنۍ لاندې ازبکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ډېری وختونه د پولي او نژادي ستونزو پر سر د لانجو له کبله ښې اړيکې نه درلودې.

ملګري ملتونه په ازبکستان کې د بشري حقونو پر ستونزه انتقادونه کوي خو ميرضيايف وويل چې له يوه کال راهيسې يې هېواد په دې برخه کې پرمختګ کړی دی.

ده وويل چې هدف يې د يوې عادلانه ټولنې رامنځته کول دي چې په‎کې بشري ګټې لومړيتوب ولري.

XS
SM
MD
LG