افغان ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې چې د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره یې تېره شپه ناوخته وکړه، د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دغې ستراتیژۍ سره په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د سیمې د امن او ثبات لپاره یو نوی لوری پرانیستل شوی.
خو هغه د دې ترڅنګ چې طالبان یې بیا سولې ته راوبلل پر پاکستان یې بیا غږ وکړ چې له افغانستان سره لکه د دو دولتونو ترمنځ پراخ ډیالوګ ته را وړاندې شي.
له دغسې یوه مهم تربیون څخه د ولسمشر غني له خوا پردې او ځنیو نورو ټکو تاکید، څومره د افغانستان مهمې غوښتنې د نړیوالو ترغوږونو رسولې دي.
دا پوښتنه نوریاس نوري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره د مرکې په پیل کې کړې ده.
ښاغلي ستانکزي په ځواب کې وویل: