د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

مشرانو جرګه: غني دې د عباسي اعتراف په «م.م» کې د سند په توګه مطرح کړي


د افغانستان مشرانو جرګې پر افغان ولسمشر غږ وکړ چې له ترورېزم څخه د پاکستان د ملاتړ په تړاو د نوموړي هېواد د صدراعظم اعتراف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د موثق سند په توګه مطرح کړي.

فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومې غونډه کې په دې اړه د سناتورانو تر څرګندونو وروسته له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې له ترورېزم څخه د ملاتړ په اړه د پاکستاني لوړپوړي چارواکي دغه اعتراف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د موثق سند په توګه یاد کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان د صدراعظم خبره چې د کابل په پخواني ذنبق او د اوسني سالم ایزدیار څلور لارې د پېښې په اړه یې په واضح ډول اعتراف کړی او دا ثابتوي چې د افغانستان د خلکو په وژنو کې د پاکستان د ای ایس ای او د هغو لاس دی چې د ترورېزم، القاعده، طالب او داعش په نوم ژوند کوي، نو زموږ له افغان ولسمشر څخه غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د دښمن دا پټې دسیسې ښکاره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي څو ورځې مخکي له یوه بریتانوۍ ورځپاڼې، فای ننشل ټایمز، سره په مرکه کې ویلي چې په پلازمېنې کابل کې د المان سفارت ودانۍ ته څېرمه د مې میاشتې په خونړۍ چاودنه کې ښايي هغه کسان ښکېل وو چې له پاکستانه کابل ته تللي وو.

د پاکستان صدراعظم دغه شان په یاده مرکه کې ویلي چې له پولې څخه یو موټر هم کابل ته لېږدول شوی و او د برید لپاره د یوه سفارت په ودانۍ کې ځای پر ځای او د چاودنې لپاره ترې کار اخیستل شوی.

دغه خونړۍ چاودنه د مې میاشتې په ۳۱ مه په کابل کې، جرمني سفارت ته نېږدې وشوه چې سلګونو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د دغې حملې په تړاو د پاکستان د صداعظم د وروستیو څرګندونو په اړه د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړو تُند غبرګونه وښودل.

سناتور جمع الدین ګیانوال په دې اړه وويل:

"د پاکستان صدراعظم خپله ومنله چې د کابل د ذنبق څلور لاري حمله پاکستان کې طرحه شوې وه، دا ښه اسناد دي ملګرو ملتونو لپاره او هغو هېوادونو لپاره چې د ترورېزم په نوم په افغانستان کې مبارزه کوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

شکېب مستغني
شکېب مستغني

"د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې په یو تریخ واقعیت اعتراف کول په ګوته کوي، د افغانستان حکومت په کراتو دا خبرې مطرح کړي او د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې هم د ولسمشر غني د خبرو مهمه اجنډا د ترورېزم د ګواښونو او کوم ملاتړ یې چې د پاکستان له خوا کېږي جوړوي."

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به نن د سې شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ترورېزم د ګواښونو په اړه دغې غونډې ته وینا وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG