د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د کابل وروستي موټر بم چاودنه کې د پاکستان ترڅنګ ایران هم تورن شو


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د کابل زنبق څلور لاري ته څېرمه موټر بم حمله یوه پېچلې مسئله یادوي او ټينګار کوي چې باید په دې تړاو هر اړخېزې څېړنې وشي.

سناتور عبدالله قرلق د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومې غونډه کې وویل، داسې اسناد په لاس لري چې دغه موټر بم حمله په کابل کې د ایران سفارت له لوري پلان شوې وه.

د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه

نوموړي وویل:

"دا د ډېر غور وړ مسئله ده، کوم معلومات چې موږ لرو، دا حمله د پاکستان د استخباراتو له‎خوا طرحه شوې ده، دا حمله د حقاني شبکې او ایران سفارت په مرسته تر سره شوې ده او باید په‎دې اړه هر اړخېزې څېړنې وشي."

د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په زنبق څلورلاري کې موټر بم برید وشو چې د مسؤلینو په خبره، شااوخوا ۹۰ کسان په کې ووژل شول او ۴۰۰ نور ټپیان شول.

پاکستان په کراتو د افغانستان له خوا د تروریستانو په ملاتړ تورن شوی او دا مهال د نړۍ یو شمیر چارواکي په ځانګړي ډول امریکا هم ویلي چې تروریستان په دغه هېواده کې خوندي پټن ځایونه لري.

خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د مشرانو جرګې له‎خوا ایران د کابل په خونړۍ حمله کې تورن شوی.

یو شمېر سناتوران وايي، ایران تر دې وړاندې هم د افغانستان په ناامنیو په ځانګړي ډول وسله‎والو طالبانو ته د وسلو ورکولو او سوریې ته د افغانانو په لېږلو کې ښکېل و.

فضل الهادي مسلمیار د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومې جلسه کې وویل چې پاکستان او ایران په‎دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې د قومونو تر منځ نفاق او بېلوالی رامنځ ته کړي او حکومت باید د یادې پېښې عاملین معلوم کړي.

نوموړي وویل چې د کابل د چهارشنبې ورځې موټر بم چاودنه نه هېرېدونکې پېښه ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل‌الهادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل‌الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"پرته له شکه، د کابل د چهارشنبې ورځې حمله ډېره خطرناکه وه، موږ د دغې پېښې د دقېقې پلټنې غوښتنه کوو، لکه څنګه چې سناتور قرلق وویل، د هغوی د معلوماتو له مخې په‎دې پېښه کې د سفارتونو له کارت نه استفاده شوې ده، قرلق صیب د ایران نوم واخېسته، دا باید واضح شي، خو موږ باید خپل مسؤلیت په‎دې برخه کې ادا کړو، امنیتي مسؤلین وغواړو او ترې پوښتنه وکړو."

خو یو شمير نور سناتوران بیا پر کشفي او استخباراتي ادارو انتقادونه کوي چې د ترورېستانو په پېژندلو کې پاتې راغلي دي.

مشرانو جرګې پرېکړه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ به امنیتي او استخباراتي چارواکي د کابل د وروستۍ حملې په تړاو خپلې غونډې ته راوغواړي.

خو دا چې د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې څېړنې چېرته رسېدلې دي او په‎دې پېښه کې کوم هېواد لاس لري، د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد پدې اړه وویل:

"داسې شواهد تر اوسه افغان حکومت نه‎لري چې وښیې، د کابل د چهارشنبې ورځې په حمله کې دې د ایران سفارت لاس وي، خو په‎دې اړه جدي څېړنې روانې دي."

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې هم د چهارشنبې ورځې د حملې په تړاو دوه فوق‎العاده غونډې تر سره کړې دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي وویل چې د دغې جرګې غړو هم په‎دې بحث وکړ چې هغه کسان باید محاکمه شي چې د کابل په وروستۍ خونړۍ حمله کې یې غفلت کړی.

خو تر اوسه په کابل کې د ایران سفارت د سناتورانو وروستیو تورورنو په اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG