د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ولسمشر غني په «م.م» کې د ترورېزم په اړه پر ګډې مبارزې خبرې کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې محمد اشرف غني به نن شپه ناوخته د ملګرو ملتونو په ۷۲یمې کلنۍ عمومي غونډه کې د ترورېزم پر ګواښونو او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی غني به تر ډېره د ترورېزم د ګواښونو او له دغه پدیدې سره په ګډه مبارزه کې د بېلابېلو هېوادونو پر ونډې اخیستنې ټینګار وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له ویاند سره په ګډه، یوې خبري غونډه ته وویل چې افغان ولسمشر به د دغې غونډې په ځنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ځانګړي ډول د پاکستان له موقت صدراعظم سره د ترورېزم د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"افغان ولسمشر نیویارک ته رسېدلی، نن شپه ناوخته به د ملګرو ملتونو د ۷۲ کلنۍ ناستې په لومړۍ ورځ خبرې وکړي، د محمد اشرف غني خبرې به تر ډېره د ترورېزم د ګواښونو او په ځانګړې ډول له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو پر ونډه باندې وي."

ښاغلی مینه پال زیاتوي افغان ولسمشر به د ترورېزم د ګواښونو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د درې کلنو لاس ته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دغه شان وویل، محمد اشرف غني به د غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم وګوري او دواړه مشران به د اړیکو په پراختیا او له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي متمرکزې وي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ویب پاڼې په حواله، د سازمان د غړو هېوادونو غونډې تېره اوونۍ پېل شوي خو عمومي بحث به یې د راتلونکې سې شنبې په ورځ وي.

د سازمان د غړو هېوادونو استازو د انسانانو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو، په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د ټینګولو او غیر قانوني مهاجرتونو پر شرایطو بحثونه کړي دي.

جمهوري ریاست وايي، له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمېر نور لوړ رتبه دولتي چارواکي ملګري دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني به د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو او د بهرنیو چارو د وزیرانو په کلنۍ غونډه کې هم ګډون او وینا وکړي.

شکېب مستغني
شکېب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې ویناوې، لري تر ډېره به د ایکو سازمان په چوکاټ کې د سیمې د هېوادونو د اقتصادي اهمیت په اړه وي، د سیمې په اقتصادي همکاریو کې د افغانستان د لومړیتوب او تر ډېره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو تعاملاتو په اړه چې په سیمه کې دي خبرې وکړي."

ښاغلی مستغني زیاتوي چې صلاح الدین رباني به دغه شان د اسلامي همکاریو د سازمان غونده چې د "تماس" په نوم جوړېږي هم ګډون او خبرې وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې د ولسي جرګې اداري پلاوي د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغان ولسمشر ګډون مهم بللی و او له هغه یې غوښتي و چې د سولې او ثبات په ګډون د افغانانو ټولنې غوښتنې نړیوالو ته وړاندې او ښه انعکاس ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG