د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جګړه کې د بلک هاوک هلیکوپټرو اغېز


د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا د مرستو په ترڅ کې د بلک هاوک هلیکوپټرو لومړۍ جوپه رارسیدلې او راتلونکۍ اوونۍ به د افغانستان پوځ ته تسلیم شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته که څه هم د دغو هلیکوپټرو شمېر ونه ښود خو ویې ویل چې له دې سره به د افغان هوایي ځواک وړتیا نوره هم زیاته شي.

وزیري زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې د افغانستان هوایي ځواک ته به په دې ورځو کې بلک هاوک هلیکوپټر ورکوي. شمېر یې هم ډېر زیات دی چې په څو کلونو کې به ټولې د افغانستان وسله وال پوځ ته تسلیم شي. د دغو هلیکوپټرو لومړۍ جوپه کندهار ته را رسېدلې او راتلونکۍ اوونۍ به افغان لوري ته تسلیم شي."

په پام کې ده چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ټولټال ۱۵۹ بلک هاوک هليکوپټرونه ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دا مرسته امریکا د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان په ترڅ کې چې د افغان هوایي ځواکونو پیاوړي کول یې اساسي جز دی، له دې هېواد سره کوي.

  • په افغانستان کې د روانې جګړې څرنګوالي او د دې هېواد اراضي ته په پام سره ایا بلک هاوک هلیکوپټر مناسبې دي؟
کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل
کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل

دا پوښتنه مې د امنیتي چارو له کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل څخه وکړه.

نوموړي وویل:

"دغه هلکوپټرې تقریباً له مې ۱۷ روسي هلکوپټرو سره معادل دي، که څه هم دا دومره قوي نه‎دي متوسطې دي خو بیا هم د چریکې جګړو لپاره هلیکوپټرونه ډېر مؤثر دي. ولې شرط یې دا دی چې د دغو هلیکوپټرو اندازه او شمېر دومره وي چې هر قوله اردو وکولای شي د دغو هلیکوپټرو له ضربو او فعالیتونو کار واخلي."

ویل کېږي چې د ټولو ۱۵۹ بلک هاوک هلیکوپټرو چې امریکا یې افغانستان ته ورکوي، ۵۳ به یې په یو نیم کال کې افغان لوري ته تسلیم کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي چې د هليکوپټرو لپاره مخکې تر مخکې پېلوټان روزل شوي او ځینې لا هم تر روزنې لاندې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

دی وايي:

"کله چې هلیکوپټرې، الوتکې یا ټرانسپورټي الوتکې زموږ خوا ته تسليمېږي، پرسونل یې مخکې له مخکې روزل کېږي. پیلوټ، تخنیکر، کشاف دا ټول مخکې له مخکې روزل کېږي. په اوس وخت کې زموږ پرسونل په امریکا، چک جمهوريت او متحده عربي اماراتو کې روزل کېږي."

وروسته له دې چې د امریکا کانګرس د افغان هوایي ځواک لپاره د روسي هليکوپټرو د پېرلو مخه ونیوله، امریکا پرېکړه وکړه چې افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو سمبال کړي.

پر بلک هاوک هلیکوپټرو د افغانستان هوایي ځواک سبمالول به په ټوله کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې روانه جګړه کې د افغان ځواکونو پر روحیې څه ډول اغېز ولري، جنرال امرخېل وایي، هره پرمختللې وسله په تیره هغه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ورته ډېره اړتیا ده، د سرتېرو مورال لوړوي.

نوموړي زیاته یې کړه:

"خپله سلا مورال دی، خپله محاربوي تخنیک یو مورال دی. نو که تاسې هغه ته ولو یوه وړه تومانچه هم ورکوئ دا خو هلیکوپټر ده، دوی له ځانه د دفاع په خاطر دا یو غټ کومک ګڼي او د ځان د دفاع لپاره هغه یوه تکیه ګاه ګڼي. "

امریکا تر اوسه پورې د افغانستان هوایي ځواک ته د سوپر توکانو جنګي الوتکو په ګډون یو شمېر بېلابېلې الوتکې ورکړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه کم درې اوونۍ مخکې ننګرهار ته په سفر کې وویل چې په راتلونکو څلورو کالو کې به شپږ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواک ولګېږي.

XS
SM
MD
LG