د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د بلک هاوک هليکوپټرو لومړۍ جوپه د کندهار هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه


افغانستان ته د بلک هاوک هليکوپټرو لومړۍ جوپه راورسېده او د کندهار په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دا هليکوپټرونه د افغان هوايي ځواک د پراختیا او پیاوړتیا د پروګرام پر اساس افغانستان ته ورکړل شوي دي.

ویل کېږي چې دا هليکوپټرونه د روسیې تر اېم ای ۱۷ هليکوپټرونو پرمختللې دي.

د افغانستان دفاع وزارت د بلک هاوک هليکوپټرونو د رارسېدو هرکلی وکړ، ویې ویل چې له دې سره به د افغان هوايي ځواک وړتیا نوره هم زیاته شي.

وزیري: دفاع وزارت د بلک هاوک هليکوپټرونو د رارسېدو هرکلی وکړ
وزیري: دفاع وزارت د بلک هاوک هليکوپټرونو د رارسېدو هرکلی وکړ

جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"دا الوتکې به د افغان هوايي ځواک وړتیا زیاته کړي. دا الوتکې په افغانستان کې ازمویل شوي او ښه نتیجه یې ورکړې ده."

وروسته له دې چې د امریکا کانګرس د افغان هوایي ځواک لپاره د روسي هليکوپټرو د پېرلو مخه ونیوله، امریکا پرېکړه وکړه چې افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو سمبال کړي.

په دې لړ کې تر اوسه یو شمېر سوپر توکانو وړې جنګي الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته سپارل شوي دي او اوس ټاکل شوې چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ټولټال ۱۵۹ بلک هاوک هليکوپټرونه ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي چې د هليکوپټرو لپاره مخکې تر مخکې پېلوټان روزل شوي او ځینې لا هم تر روزنې لاندې دي.

مخکې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي و چې د بلک هاوک هليکوپټرو لپاره د افغان پېلوټانو د روزنې په خاطر به تر اکتوبر میاشتې پورې یو شمېر دا ډول روزنیز هليکوپټرونه افغانستان ته راوړل شي.

په یو نیم کال کې به د افغانستان هوايي ځواک ته ۵۳ بلک هاوک هليکوپټر ورکړای شي. د دغو او نورو جنګي الوتکو لپاره په امریکا کې تر ۱۰۰ ډېر پېلوټان تر روزنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، پنټاګون غواړي چې د افغانستان هوايي ځواک ته ۳۰ کایوس واریر هليکوپټرونه، ۶ نورې سوپرتوکانو الوتکې او ۵ اي سي ۲۰۸ الوتکې وسپاري.

XS
SM
MD
LG