د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

"م.م" کې د غني د وینا په اړه د ملي شورا او کارپوهانو بېلابېل غبرګونونه


د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني وینا د ملي شورا د دواړو خونو او د سیاسي کارپوهانو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني وکړای شول چې د افغانستان د ستونزو او دا چې د تروریستانو پټن‎ځایونه چېرته دي په شجاعت وغږېږي او د افغانانو غږ یې د نړیوالو غوږ ته ورساوه.

د دغه جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې د چهارشنبې د ورځې د جرګې مشري یې هم کوله له ولسمشر غني په ملګرو ملتونو کې د ښې وینا له کبله مننه وکړه.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

نوموړي وویل:

"جمهور رئیس وکړای شول د افغانستان ستونزې او دا چې د افغانستان د دښمن اصلي ځالې چېرته دي او موږ ورڅخه په تکلیف یو په وضاحت بیان کړې او په دې اړه نړیوالو ته قناعت ورکړی او همدا راز یې د افغانستان د ملت غږ یې نړیوالو ته ورساوه."

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په وخت د چهارشنبې سهار وختي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا پاکستان ته د همکارۍ بلنه ورکړه.

ښاغلي غني له اسلام اباده وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان او سیمې سره همکاري وکړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ستراتیژۍ څخه په مننې وویل چې د ترورېزم ریښې له افغانستانه دباندې دي او جګړه پر دغه هېواد تحمیل شوې ده او هره ورځ افغان ځواکونه قرباني ورکوي.

خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، هغه تمه چې ولس د ولسمشر غني له وینا څخه لرله پوره نه‎شوه او نوموړي په زغرده د ګاونډیو هېوادونو له مداخلو یادونه ونه‎کړه.

د دغه جرګې دوهم مرسیال محمد اصف صدیقي وايي، که د پاکستان پر وړاندې له نرم سیاسته کار واخېستل شي دغه هېواد ته به د لابي‎ګرۍ فرصت په لاس ورشي.

د مشرانو جرګې دوهم مرسیال محمد اصف صدیقی
د مشرانو جرګې دوهم مرسیال محمد اصف صدیقی

صدیقي زیاته کړه:

"د ملت تمه دا وه چې باید د افغانستان ستونزې په دغه غونډه کې په ډېر جدیت او وضاحت بیان شوی وای؛ که داسې شوی وای، دا به د افغانستان په خیر وای او ولس به لا ډېر له دوی څخه ملاتړ کړی وای."

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته چې په‎کې پر پاکستان د جدي فشارونو د راوړلو خبره شوې افغان حکومت هڅه کوي د نرم دریځ پر اساس پاکستان د خبرو لپاره اماده کړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د دغه کارپوهانو له ډلې مشتاق رحیم ازادي راډیو ته وویل:

"تر ډېره بریده پورې دوی پڅ دریځ د دې لپاره نیولی چې امریکایان اوس مشخصاً پاکستان ته ګوته نیسي او لامل یې دا دی چې افغانستان غواړي د مذاکرې یو لاره پرانیستې پریږدي، ترڅو د یوې خوا نه فشار راوړل شي او له بلې خوا د خبرو چینل هم خلاص پاتې وي."

د سیاسي چارو یو بل کارپوه بشیر هاتف بیا وايي چې ولسمشر محمد اشرف باید د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو په اړه اسناد وړاندې کړي وای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې اوس د دې وخت را رسیدلی څو هغه هېوادونه چې له ترورېزم ملاتړ کوي مسؤل وپېژندل شي خو په داسې حال کې چې افغانستان د ترورېزم قرباني دی ولسمشر په یوه شکل په دې اړه چوپتیا اختیار کړه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG