د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د هرات برېښنا لار پیاوړي کېدو په هدف دوه ترانسفرمرونه نصبیږي


د افغانستان برېښنا شرکت غواړي د هرات ښار او د دغه ولایت ځینو ولسوالیو ته نوره برېښنا هم ورسوي.

برېښنا شرکت وايي، د هرات ښار ناحیو او ځینو ولسوالیو ته به د ۵۰ میګاواټه برېښنا رسولو دوه ترانسفرمرونه نصب کړي.

د دغه شرکت رئیس امان الله غالب د چهارشنبې په ورځ، د برېښنا رسولو د دغې پروژې تړون، د یوې چینايي دولتي کمپنۍ له مسؤلینو سره لاسلیک کړ چې په مټ سره به یې د هرات ۲۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.

ښاغلي غالب وویل، د یادې پروژې له پلي کېدو سره به د برېښنا له پلوه د هرات د ښار او ولسوالیو د اوسېدونکو ، صنعتکارانو او تولیدي فابریکو ستونزې کمې شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب.
د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب.

نوموړي زیاته کړه:

"د نننۍ پروژې په اساس، د ۵۰ میګاواټو په ظرفیت دوه ترانسفرمرونه نصبیږي چې وارداتي برېښنا پیاوړې کوي، د دغې پروژې لګښت ۸،۵ میلیونه ډالره دی چې د برېښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کېږي، د یادې پروژې له پلې کېدو سره به ۲۰۰۰۰ نورې کورنۍ هم له برېښنا څخه برخمې شي."

د برېښنا شرکت رئیس وویل دغه پروژه به په ۱۵ میاشتو کې بشپړه شي.

د چینايي ژینګ جینګ کمپنۍ استازی ژو ژو هن ژمنه وکړه چې دغه پروژه به په ښه کیفیت، په ټاکلې موده کې بشپړه کړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د هرات ښار څوارلس ناحیې او ولسوالۍ په مجموع کې څه باندې ۳۰۰ میګا واټه برېښنا ته اړتیا لري او له دې پروژې سره به ۱۸۵ مېګاواټه برېښنا ور ورسېږي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي نثار احمد فیضي غوریاني د برېښنا شرکت دغه اقدام وستایه خو د هرات د ښار او ولسوالیو اوسېدونکو، صنعتکارانو او تولیدي فابریکو ته يې کافي ونه ګاڼه.

ده د برېښنا له شرکته نه هیله وکړه چې د هرات د برېښنا پاتې اړتیاوې هم پوره شي.

هرات ښار
هرات ښار

نوموړي زیاته کړه:

"هرات د درې میلیونو اوسېدونکو ښار دی او د دې ترڅنګ صنعتي ښارګوټی مو هم د پراختیا په حال کې دی، موږ ډېرې برېښنا ته ضرورت لرو، ښه به وای که دا سب سټیشن له دې هم پیاوړی وای، خو بیا هم ښه دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې په خپلو ویناو کې، د تېرو کلونو د نیمګړو پروژو او په تېره د برېښنا رسولو د پروژو پر بشپړولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وايي په ټول هېواد کې یې د برېښنا رسولو شا اوخوا ۸۰۰ پروژې پلان کړي، بودجه هم ورته موجوده ده خو که ناامني یې خنډ نه شي، ټولې به بشپړې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG