د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د امریکا لوی درستیز د نوي ستراتیژۍ تر اعلان مخکې کابل ته ورسېد


د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ.
د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ.

په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ کار کوي، د دغه هېواد لوی درستیز جوزیف ډانفورډ پرون دوشنبه افغانستان ته راغی.

اسوشېټېد پرېس خبري اژانس افغانستان ته د جنرال ډانفورډ سفر د افغانستان لپاره د امریکا له نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ سره اړوند بللی او ویلي یې دي چې په دې سفر کې به د افغانستان د ستراتیژۍ پر وروستیو عناصرو کار وشي.

په دې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نېږدې ۴ زره نورو پوځیانو استول هم شامل دي.

د ډانفورډ په دې سفر کې د افغان مشرانو ترڅنګ په دغه هېواد کې د امریکا او ايتلاف د ځواکونو له قوماندانانو سره کتنې او خبرې هم شاملې دي.

د جرمني خبري اژانس «ډي. پي. اې» وايي چې د امریکا لوی درستیز به ممکن په افغانستان کې څو ورځې تېرې کړي.

د دغه اژانس پر اساس جنرال ډانفورډ به په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په اډه کې خپلمنځي غونډې هم ولري.

جوزیف ډانفورډ
جوزیف ډانفورډ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د عامه چارو او رسنیو متخصص دامین هارفات د جنرال ډانفورډ د سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ده د سفر هدف دا دی چې د ايتلاف او افغانستان له مشرانو سره وویني، دوی به د قاطع ملاتړ ماموریت په اړه خبرې وکړي."

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سمندري ځواکونه د هلمند په نارام ولایت کې پخوانۍ اړیکې بیا تازه کوي او ورسره په یو وخت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمزورتیاوو د پېژندلو هڅه کوي.

د ترمپ حکومت هیله لري چې په نوې ستراتیرۍ او د نورو پوځیانو په لېږلو به دا نیمګړتیاوې پای ته ورسولی شي.

په هلمند کې د امریکايي پوځیانو قوماندان وايي، افغان ځواکونو په جګړه کې خپله وړتیا ښه کړې، خو لا هم په ځینو جګړو کې مرستې ته اړتیا لري.

  • پخواني معلومات

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ نن دوشنبې افغانستان ته ورسید. نوموړی به د هغې پوځي ستراتیژۍ نهایي عناصر سره یوځای کوي چې پکې دې هیواد ته د نژدې څلور زره نورو امریکایي سرتیرو استول هم شامل دي.

د اسوشتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې جنرال ډانفورډ به د افغانستان د حکومت له چارواکو او هم د امریکایي او ایتلافي ځواکونو له مشرانو او سرتیرو سره وګوري.

د راپورله مخې امریکایي پلي سمندري ځواکونه د افغانستان په ترټولو نا آرامه ولایت هلمند کې د جګړې په ډګرکې بیا ښکیل شوي، په هغه ولایت کې چې د افغان امنیتي ځواکونو د کمزورتیا یوه نښه په ډاګه کوي. د ټرمپ اداره هیله منه ده چې نوې ستراتیژي دغې ستونزې ته ځواب ووایي.

که څه هم په هلمند کې امریکایي لوړپوړي قومندان جنرال راجر تونیر ویلي چې په جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو خپلې وړتیاوې ښې کړي خو هغوی په ځینو خاصو مواردو کې تراوسه د دوي د محارب ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي تونر چې له پنځو کلونو وروسته بیا هلمند ته تللي او د دې ولایت له اراضي او امنیتي وضعیت سره اشنا دی، له اسوشیتید پرس آژانس سره په مرکه کې ویلي چې که دوی زیات ځواکونه ولري نوبه ډیرژر ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیزد افغانستان د امنیتي وضعیت د څیړلو او د نوې ستراتیژۍ د نهایي کولو په ترڅ کې په داسې حال کې کابل ته ځي چې ټاکل شوې ده د امریکا د فاع وزیر جیمز متیس د روانۍ اونۍ په وروستیو کې بروکسل ته لاړشي او تمه ده چې نوموړی به د ناتو له متحدینو سره له دغې جګړې د هغوي د ملاتړپر دوام خبري وکړي.

متیس ته سپینې ماڼۍ صلاحیت ورکړی چې په دې اړه چې څه شمیرامریکایي سرتیرو ته په افغانستان کې اړتیا په خپله پریکړه وکړي.

په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي چې ویل کیږي پرافغانستان سربیره به سیمه را نغاړي، د جولای د میاشتې په نیمایي کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG