د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د واشنګټن نوې اداره د افغانستان سولې او جګړې ته له نوې زاویې ګوري


د امریکا دفاع وزیر په دې وروستیو کې د طالبانو د غندلو لپاره یوه سخته لهجه وکاروله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډلې پرضد د امریکا مبارزه به دوام وکړي.

جېمز مټیس د جون په پنځمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یو ځای د اسټرالیا په سیډني ښار کې په افغانستان کې د امریکا پر راتلونکې پالیسۍ رڼا واچوله.

مټیس طالبانو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، امریکا د هغې ډلې پر ضد جګړه کوي چې پوهیږي انتخابات نه‎شي ګټلای نو ځکه چاودنې کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس

مټیس ټينګار وکړ چې د طالبانو پر ضد مبارزه به دوام وکړي او ویي ویل:

"وروستۍ خبره دا چې موږ به تمدن او د خلکو برخلیک هغو کسانو ته ونه سپارو چې په انتخاباتو کې نه‎شي بریالي کیدای."

جېمز مټیس وویل، متحد ایالات به هېڅکله اجازه ورنه‎کړي چې افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل شي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکايي چارواکو عمومي نظر دا و چې طالبان د جګړې په زور نه‎شي ماتېدلای.

پاکستان هم تل دا نظریه تائیدوله، خو که هغه څه چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس وویل، د امریکا د نوې پالیسۍ انعکاس وي نو ښکاري چې د واشنګټن نوې اداره د افغانستان سولې او جګړې ته له یوې نوې زاویې ګوري نو له دې نوې زاویې څخه به له طالبانو سره د سولې خبرو ته کتنه څه ډول وي؟

د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدم وايي، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او ګډون پیل شي او پر مخ ولاړه شي.

ښاغلي همدم ازادي راډیو ته وویل چې په دې بهیر کې یوازې د افغانستان ستراتیژیک متحدان باید ونډه پکې ولري.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدم
د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدم

نوموړی وايي:

"د افغانستان د سولې پروسه لکه څرنګه چې هم افغان ملت او هم نړیوالې ټولنې توافق کړی، باید یوه افغاني پروسه او بهیر وي. ځکه نو که دا بهیر د افغانستان له ستراتیژیکو متحدانو پرته د ایران او روسیې په ګډون پرمخ وړل کېږي نو بلې خوا ته ځي او د سولې او امنیت پرځای به په افغانستان کې ناامني زیاته شي."

طالبانو له ۲۰۱۴ کال وروسته چې ډېره برخه نړیوال پوځیان له افغانستانه ووتل، د خپلې واکمنۍ قلمرو پراخ کړ او ډیرې سیمې یې ونیولې.

خو وروسته له دې چې اسلامي دولت ډلې یا داعش په افغانستان کې د پښو ځای وموند، طالبانو هم د خطر احساس وکړ او ښايي له همدې کبله له روسیې او ایران سره نژدې شول او ګوتې یې ورسره خوږې کړې.

خو د سیمې له دې دوو ځواکمنو قدرتونو سره له نژدې کیدو وروسته به د سولې د خبرو برخلیک څه وي؟

نیشنل انټرست خپرونه په یوه تحلیلي مطلب کې د کابل وروستیو بمي چاودنو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې په افغانستان کې د خرابیدونکي امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د متحدو ایالاتو د ستراتیژۍ بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.

د مطلب لیکوال معید یوسف چې د امریکا د سولې د انسټیټیوټ د تحقیقاتي مرکز د آسیا د برخې مرستیال مشر دی لیکي:

د افغانستان په کړکېچ کې د پاکستان منفي ونډې او د روسیې او ایران زیاتیدونکي رول هسې هم د وسله والو طالبانو مقاومت دوامدار کړی او ښايي د هغو د ملاتړ د دوام له کبله اوسنی توازن نور هم د طالبانو په ګټه بدل شي.

د راپورونو له مخې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې همکارانو ده ته مشوره ورکړې چې افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي او پوځ ته نور صلاحیتونه ورکړي، خو نیشنل انټرست په خپل تحلیل کې لیکي:

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

که څه هم دا اقدام به له افغانستان سره د امریکا د ژمنو مهمه نښه وي خو نتیجه به یې، حتی که له طالبانو سره په خبرو کې د برلاسۍ د ترلاسه کولو په هدف هم وي، په سیمه کې د امریکا د اوږدمهالي پوځي حضور په وړاندې د افغانستان د ګاونډیانو مخالفت وي.

نو ځکه ښاغلی یوسف استدلال کوي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په خاطر باید پاکستان، ایران او روسیې ته په دې هېواد کې یو لړ امتیازونه ومني او د عملي کولو لپاره یې امریکايي پالیسي جوړونکي باید له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي څو له هغو طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکړي چې د دې هېوادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره مؤظف شوي دي.

لیکوال ټینګار کوي چې که امریکا داسې وکړي نو له یوې خوا به د مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر پیسې وسپموي او له بلې خوا به د امریکا پوځ دا موقع ترلاسه کړي چې په افغانستانه کې د داعش ډلې د له‎منځه وړلو پر هڅو تمرکز زیات کړي.

خو دا نظر یه د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو د مرکز د کارپوه حلیم الله کوثري نه‎ده خوښه.

ښاغلي کوثري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د داعش ډلې او طالبانو د ځواک د پرتلې په اړه مهمه پوښتنه مطرح کړه:

کوثري: اصلي خطر داعش دی که طالب؟
کوثري: اصلي خطر داعش دی که طالب؟

"اصلي خطر داعش دی که طالب؟ زه په خپله د هغو کسانو له ډلې یم چې طالب اصلي خطر ګڼم ځکه طالب په افغانستان کې ځواکمنه ډله ده، د افغانستان په ټولو سیمو کې فعالیت کوي او که خپل فعالیت ته په همدې ډول دوام ورکړي په افغانستان کې یوه امنیتي تشه راځي نو اوسنی ماحول چې داعش ډله کولای شي پرمختګ په‎کې وکړي یا لا پیاوړې شي، په حقیقت کې طالبانو رامنځ ته کړی دی. "

د سولې او جګړې د انسټیټیوت څیړونکی ښاغلی کوثري له ایران او روسیې سره د طالبانو اړیکي ډېرمهم نه ګڼي ځکه د نوموړي په وینا طالبانو ته د مرستو مهمه برخه له پاکستانه راځي او پناه ځایونه یې هم هلته دي.

کوثري زیاتوي:

"له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ او مرسته د دې لپاره چې په افغانستان کې فعالیت وکړي په حقیقت کې د طالبانو د ملا تیر دی او که پاکستان له طالبانو لاس واخلي نو دا به د دوی لپاره خورا لویه ضربه وي. یوازینۍ لاره دا ده چې (امریکا) پر پاکستان فشار واچوي او له دې لارې طالبانو ته یا په پوځي ډګر کې ماته ورکړي او یا یې اړ کړي چې له افغان حکومت سره یوځای شي."

دواړه شفیق همدم او حلیم الله کوثري په دې باور دي چې جګړه د افغانستان د کړکېچ د حل لاره نه‎ده خو دوی ټینګار کوي چې د سولې هر راز هڅې باید د سیمې د هېوادونو له نفوذه لېرې وساتل شي.

ښاغلی همدم وايي چې په افغانستان کې سوله د پردیو د ګټو پربنسټ نه‎شي راتلای او ښاغلی کوثري دا تمه چې له طالبانو سره د سولې خبرې به د داعش ضد جبهه پیاوړې کړي بې‎ځایه بولي، ځکه د ده په وینا دا د طالبانو وسله والو فعالیتونه دي چې افغان حکومت یې کمزوری کړی او د داعش ډلې پرمختګ ته یې لاره اواره کړې ده.

XS
SM
MD
LG