د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

سرچینه: د کابل د نننۍ چاودنې په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړل شوی و


کابل ښار کې د نننۍ چاودنې عکس.
کابل ښار کې د نننۍ چاودنې عکس.

یوه باوري امنیتي سرچینه وايي، استخباراتي بنسټونو د کابل د انتحاري حملې په اړه اطلاعات له وړاندې له کورنیو چارو وزارت سره شریک کړي وو.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د موټر بم حملې وروسته یوې باوري سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل په هغه سیمه کې چې نن په‌کې چاودنه وشوه، د ګواښ احتمال په‌کې له پخوا موجود وو.

د سرچینې په خبره په دې اړه اطلاعات د کورنیو چارو وزارت او په سیمه کې له کورنیو او بهرنیو تأسیساتو سره شریک شوي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت که څه هم په دې اړه د څېړنو د پیل خبره کوي، خو وايي، مشخصاً د نننۍ حملې په اړه له وړاندې ورسره معلومات نه‌و شریک شوي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:​

"د کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو او کشفي بنسټونو ته دنده ورکړې څو ژر تر ژره څېړنې وکړي او هغه مسئله چې تاسو ورته اشاره کوئ موږ ته‌یې په اړه له وړاندې اطلاع نه‌وه راکړل شوې، البته په عامه کچه د ګواښونو په اړه ځیني رپوټونه موجود و خو د نننۍ حملې په اړه له وړاندې زموږ سره معلومات نه‌و."

د کابل د لسمې حوزې اړوند د وزیر اکبر خان په سیمه کې د موټر بم حملې له کبله د چارواکو په خبره تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هغې سیمه کې چې نننۍ حمله په‌کې رامنځته شوې ده د جرمني سفارت، یک خصوصي ټلوېزیون، د روشن مخابراتي شرکت، اجرائیه ریاست، او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کور تر څنګ نور ګڼ مهم بنسټونه موقعیت لري چې له همدې کبله‌یې امنیتي تدابیر خورا ټینګ دي.

کابل ښار کې نننۍ چاودنه.
کابل ښار کې نننۍ چاودنه.

داسې انتقادونه کېږې چې دغه حمله د استخباراتي مسؤلینو د غفلت له کبله رامنځته شوې ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادی مسلمیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي مسؤلینو د دغې حملې د مخنیوي په برخه کې غفلت کړی او باید ژر تر ژره معلوم او مجازات شي.

نوموړي زیاته کړه:

"غفلت شوی او د دې مسئلې د توجیې په اړه هېڅ دلایل نه‌شته او زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه باید په دې اړه ځواب ورکړي، په هر صورت له پلټنو وروسته به معلومه شي چې چا غفلت کړی، خو زه د حکومت پر مشرانو باور لرم چې دغه قضیه څېړي او هغه چا ته به سزا ورکړي چې غفلت‌یې کړی وي."

کابل ښار کې نننۍ چاودنه.
کابل ښار کې نننۍ چاودنه.

په تېرو کې د ورته حملو وروسته حکومت د انتقادونو په لړ کې بېلابېلو کمېسیونونو ته د هر اړخیزو څېړونو لپاره دنده سپارلې، خو خلک انتقاد کوي چې د کمېسیونونو نتیجه له دوی سره نه‌ده شریکه شوې.

د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د کابل پر څلور سوه بستریز روغتون او د بلخ پر شاهین قول اردو تر برید وروسته د کابل نننۍ حمله خونړۍ حمله ده چې ګڼو ملکي وګړو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG