د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

مک‌کېن د افغانستان په اړه د امریکا د تګلاري په برخه کې خوشبیني وښوده


د امریکا سناتور جان مککېن.
د امریکا سناتور جان مککېن.

د امریکا سناتور جان مککین د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره تر لیدو وروسته د افغانستان په اړه د امریکا د تګلاري په برخه کې خوشبیني وښوده.

دی وایي، له ده غوښتل شوي چې تر هغو چوپ پاته شي څو ولسمشر ډونالد ټرمپ پخپله دغه پالیسي اعلانوي.

د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین John McCain په سپینې ماڼۍ کې تر یوې غونډې وروسته د افغاستان په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو پالیسۍ ته خوشبینې وښوده.

ښاغلي مککین ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پالیسي بلاخره پر مخ روانه ده.

سناتور مککین ویلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک مسټر دی سپینې ماڼۍ ته وربللی او ورته ویلي یې وو چې ښه خبر ورته لري.

سناتور مککین زیاتوي چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د پالیسۍ د بدلون اعلان ته انتظار باسي.

مککین وایي، له ده څخه غوښتل شوي چې ترهغه وخته چوپ پاته شي څو پخپله ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پالیسي اعلان کړي.

سناتور مککین تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا پر دفاع وزیر انتقاد وکړ چې تراوسه یې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي نه ده وړاندې کړې.

د هیل«The Hill» خپرونه د سناتو جان مککین له قوله لیکي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس ته یې ویلي:

جان مککین.
جان مککین.

"هیله لرم درک کړۍ چې زه پر تاسو انتقاد نه کوم ، خو په ادارو کې ستونزه شته، زه ډاډه وم چې له دېرشو تر شپیتو لومړیو ورځو کې به موږ یوه تګلاره ولرو چې د هغه پر اساس خپل کارونه پیل کړو."

د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې استماعیه غونډې پای ته ورسېدلې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه هېواد دفاع وزیر جیمز متېس ته صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر وټاکي.

د هیل خپرونې په لیکنه په څو وروستیو کلونو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او طالبانو د هغه هېواد دوه په درېیمه برخه لاندې کړې ده.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې یوه څانګه هم په افغانستان کې فعالیت کوي چې د امریکایي چارواکو په خبره شمېر یې څو سوه ته راټیټ شوی دی او د یوه ولایت څو ولسوالیو ته محدود شوي دي.

XS
SM
MD
LG