د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د امریکا دفاع وزیر: د ټرمپ ادراه په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې نه تکراره وي


د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس.

د امریکا دفاع وزیر ژمنه کړې چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې نه تکراروي.

جیمز متېس د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې د افغانستان د جګړو په برخه کې د پخوانیو تېروتنو د نه تکرارولو خبره کړې ده.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ یې د دې کمېټې غړو ته وینا کول، وویل:« موږ اجازه نشو ورکولی چې افغانستان یو ځل بیا په یوه داسي مرکز بدل شي چې له هغه ځایه پر امریکا او متحدینو یې بریدونه طرحه شي.»

سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان د جګړې په اړه ډېرې څرګندونۍ نه دي کړي، خو هغه د روانۍ اوونۍ په اوږدو کې د امریکا دفاع وزارت ته صلاحیت ورکړ چې دافغانستان لپاره د امریکا یې سرتېرو شمېر هغه ډول چې دی یې مناسب بولي، وټاکي.

متېس وایي، د افغانستان د جګړې په اړه به د امریکا متحده ایالاتو د حکومت په سطحه هر اړخیزې مشورې وشي.

د جیمز متېس په خبره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر او نوي ستراتیژۍ په اړه هر ډول پرېکړه به له نورو امریکایي ادارو سره په تفاهم او مشورې کېږي.

جیمز متېس.
جیمز متېس.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل:

"زه د امریکا یوه پوځي ژمنه د عمومي قوماندان د ستراتیژیکو لارښودونو سره سم او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا وړاندې شویو بهرنیو پالیسیو په پام کې نیولو سره تنظیم کوم."

پنتاګون ته د صلاحیتونو ورکولو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه داسي مهال شوې چې جیمز متېس وایي، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې تر اوسه بریالي نه دي.

ښاغلی متېس ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه د ده په نوې طرح کې په پراخ ډول پر سیمه ییز اړخ ټینګار شوی دی.

دغه نوي تدابیر د روان کال د جولای میاشتې په نیمایي کې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کېږي.

ځیني راپورونه وایي، پنتاګون افغانستان ته له ۳ تر ۵ زرو نورو پوځیانو پر استولو غور کوي.

د دې تر څنګ د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو هم ویلي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو پر لېږلو غور کوي.

د پوځي چارو یو شمېر پوهان په دې باور دي چې د څو زره سرتېرو لېږل به د افغانستان وضعیت په اسانۍ سره بدل نه کړي.

سټیفین بیدلي د امریکا د جورج واشنګټن یو استاد دی چې د افغانستان چاري څېړي، دی وايي:

"که موږ د یوې داسي ستراتیژۍ په اړه خبري کوو چې د افغانستان د ځپل شوي وضعیت د اصلاح په اړه وي او یوې معجزې ته منتظر یو، نو د ۳ یا ۵ زرو سرتېرو لېږل کوم بدلون نشي راوستلی."

اوس مهال شااوخوا ۸۴۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې دیره دي.

د دوی ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ۵۰۰۰ ځواکونه حضور لري او اضافي سرتېري به ښایي لوېدیځو مشاورینو ته اجازه ورکړي چې له افغان پوځي قطعاتو سره لا ډېر کار وکړي.

XS
SM
MD
LG