د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

متېس: ډېر ژر به د افغانستان په اړه ولسمشر ټرمپ ته انتخابونه وړاندې کړم


د امریکا دفاع وزير وايي، دی به ډېر ژر د امريکا ولسمشر ته د افغانستان په اړه انتخابونه وړاندې کړي.

جیمز متېس ويلي چې د امریکا نوې ستراتيژي به یوازي پر جګړه ځپلي افغانستان تمرکز نه کوي بلکې سيمه ییزه به وي.

متېس ويلي دي چې جغرافیه هم په نظر کې نیول کېږي چې دښمن له کومه ځايه حملې کوي چې په دې کې يوازي افغانستان نه دی شامل.

د امريکا پوځي چارواکي مني چې د افغانستان وضعيت له شپاړس کلونو جګړې وروسته هم له بندون سره مخامخ دی.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د امريکا دفاع وزير د دوشنبې په ورځ د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته وويل چې د افغانستان وضعيت ته په کتلو، اوس امريکا په خپله نوې ستراتيژي کې پر سيمه تمرکز کوي.

ده زياته کړه چې په دې اړه به د پرېکړې لپاره ډېر ژر ولسمشر ته خپله طرحه وړاندې کړي.

متېس: په نوي پلان کې تمرکز پر سيمه ییزه ستراتيژي دی.
متېس: په نوي پلان کې تمرکز پر سيمه ییزه ستراتيژي دی.

متېس همداراز وويل:

"په نوي پلان کې تمرکز پر سيمه ییزه ستراتيژي دی، نو هغه څه چې موږ به یې کوو، له جغرافيايي حقيقتونو سره تړاو لري چې دښمن له کومه ځایه جګړه کوي او لکه تاسو چې پوهيږئ، يوازي له افغانستانه يې نه کوي."

متېس وويل چې په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي قواوو د مشر جنرال جان نېکلسن دغه هېواد ته د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې ده او په دې اړه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خبرې روانې دي.

ويل کېږي د ټرمپ اداره شا او خوا څلور زره نور امریکايي نظامي پرسونل په نظر کې لري چې افغانستان ته يې ولېږي.

متېس ټينګار وکړ چې په افغانستان کې به بیا هم د جګړې لويه برخه افغان ځواکونه پر مخ وړي او اضافي سرتېري به افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي او د هغوی ملاتړ به کوي.

د افغانستان دفاع وزارت هیله څرګندوي چې دغه نوې ستراتيژي به د افغانانو د غوښتنو په رڼا کې وي ځکه افغانستان په تکراري توګه له امریکايي چارواکو سره دا خبره شريکه کړې ده چې افغانستان ته سخت دريځي له بهره راځي او د هغوی د مخنيوي لپاره بايد کار وشي.

د دې وزارت وياند جنرال دولت وزيري د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

دولت وزیري.
دولت وزیري.

"د امريکا متحده ايالاتو د امنيت شورا سلاکار او د دفاع وزارت وزير چې کله افغانستان ته راغلي وو، له دفاع وزارت سره، د کورنیو چارو وزارت، د امنيت له عمومي ریاست، د امنيت شورا او زموږ د ښاغلي جمهور رئیس صاحب سره یې په دې هکله مشورې کړي دي، نو معنی دا ده، دوی چې کومه ستراتيژي يا پاليسي جوړوي، بايد د افغانستان د غوښتنو په رڼا کې وي او زه په دې باور لرم چې دا ستراتيژي به د افغانستان د غوښتنو په رڼا کې جوړېږي."

خو جنرال وزیري وويل چې د افغانستان متحدان باید له افغان ځواکونو سره د تجهيز په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي څو افغان ځواکونه وکولای شي په بشپړه توګه سوله او امنيت ټينګ کړي.

د امریکا لوی درستيز جوزف ډنفورډ ويلي چې دی متېس او ټرمپ ته له ځينو انتخابونو سره ورغلی چې ښايي ورباندې غور وشي څو په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شي.

رويټرز راپور ورکړی دی چې د اپرېل مياشتې په پای کې د ټرمپ ادارې افغانستان ته له درو زرو څخه تر پنځو زرو پوري د سرتېرو د لېږلو په اړه خبرې کولې.

داپه داسې حال کې ده چې تېره ميلادي مياشت په کابل کې یو ټانکر موټر چې له چاودېدونکو موادو ډک وو، وچاودېد او تر ۱۵۰ زيات کسان يې ووژل.

په دې سره له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې چې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، دا په افغان پلازمېنه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه.

په ځينو مواردو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي او د امریکا د نظامي اعلاميې له مخې چې د روان کال په لومړيو کې خپره شوه، افغان حکومت شا او خوا شپېته فیصده ځمکې تر خپل کنټرول لاندې لري.

په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې پر مهال د امریکا دوه زره او درې سوه سرتېري وژل شوي او تر اوولس زرو زيات يې ټپيان شوي دي.

د شنبې په ورځ هغه مهال د افغانستان په ختيځ کې درې امريکايي سرتېري ووژل شول چې یوه افغان سرتېري ورباندې ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG