د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

امریکا ټوډې: پنټاګون لا هم د افغان جګړې لپاره پر عمومي پلان کار کوي


زیاتو غربي ورځپاڼو په‎دې اړه مقالې خپرې کړي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه هېواد دفاع وزیر جېمز متېس ته صلاحیت ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر وټاکي.

نیویارک ټايمز لیکلي: باور پر دې دی چې ښاغلی متېس افغانستان ته د زیاتو عسکرو د استولو پلوي کوي. خو چارواکو ویلي، هغه لا په دې اړه چې څومره عسکر، څه وخت افغانستان ته واستوي؟ پرېکړه نه ده کړې.

د نیویارک ټايمز ورځپاڼې په لیکنه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د [امریکا تر ټولو مخکې] شعار ورکوي، تل، افغانستان ته د عسکرو د استولو په اړه تردد څرګند کړی دی.

نیویارک ټايمز لیکلي: سره لدې چې ښاغلي ټرمپ د تروریستانو د له منځه وړلو هوډ کړی، افغانستان ته د زیاتو عسکرو استول میلیاردونه ډالر لګښت لري او د دې جګړې د څرګند بري ضمانت هم نشي کېدلای.

امریکا ټوډې خپرونې هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي چې پنټاګون ته په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په اړه د پرېکړې صلاحیت ورکول د ولسمشر ټرمپ له سیاست سره چې غواړي په سیمه ییزه کچه قوماندانانو ته د پرېکړو زیات اختیار وکړي، برابرېږي.

خو د خپرونې په لیکنه، د امریکا دفاع وزارت لا هم د افغانستان د جګړې لپاره پر یوه عمومي پلان کار کوي نو ښايي په نورو څو اونیو کې هم ونه توانېږي چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر پرېکړه وکړي.

ټایم مجلې د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته د جېمز متېس د خبرو یوه برخه بیا خپره کړې ده.

جېمز متېس د سې شنبې په ورځ کانګرس ته وویل چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه ګټي او دی پر یوه نوې ستراتيژي کار کوي چې په نږدې یوه میاشت کې به یېپه اړه کانګرس ته معلومات ورکړي او ښايي افغانستان ته د زرګونو نورو عسکرو د استولو غوښتنه وکړي.

ټایم مجلې په دې اړه لیکلي چې د امریکا دفاع وزیر ژمنه کړې چې د افغانستان د جګړې نوی پلان به په نږدې یوه میاشت کې بشپړ کړي.

د ټایم په حواله، د دفاع وزیر متېس خبرو په زغرده دې ته اشاره کوله چې د افغان امنیتي ځواکونو او افراطي ډلو د جګړې په اړه د امریکا د پوځ ارزونو ته څومره کمه پاملرنه شوې ده.

د ټایم مجلې په لیکنه، یو شمېر امریکايي چارواکي افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د تګ په اړه سوالونه/ تردد لري ځکه د هغوی په باور که د عسکرو شمېر د سیاسي مصلحت له مخې غوره شي، ښايي د افغانستان د ثبات او امنیت له ټینګولو سره زیاته مرسته ونه کړي.

XS
SM
MD
LG