د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

متېس: امریکا دا مهال د افغانستان په جګړه کې ګټونکې نه ده


د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان لپاره باید یوه میاشت نور هم انتظار و ایستل شي.

د امریکا د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل چې د جولای د میاشتې په نیمايي کې به د افغانستان په اړه ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې کړنلاره د کانګرس له غړیو سره شریکه کړي.

جېمز متېس د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې په دې غونډه کې د امریکا له کانګرسه د دفاعي بودجې د تصویب په اړه درې غوښتنې مطرح کړې.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس

نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د واشنګټن پر اوسنۍ ستراتیژۍ انتقادونه وکړل او ویې ویل:

"موږ دا مهال په افغانستان کې د بریالیتوب په حال کې نه یوو او دا وضعیت به هر څومره ژر چې ممکنه وي بدلوو. باور لرم چې درې واړه غوښتنې چې لرو خپل ارزښت لري. که څه هم د دې هېواد د ساتنې لپاره زموږ لیدلوری تر دې پراخ دی."

په دې استماعیه غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس د سناتورانو له تُندو انتقادونو او پوښتنو سره مخ شو. په ځانګړي توګه د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر جان مک‎کېن له نوموړې څخه د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ د اعلان د وخت په اړه وپوښتل:

څه وخت ته انتظار وکړو چې د امریکا کانګرس د افغانستان په اړه نوې ستراتیژي ترلاسه کړي؟ څو داسې یوه ستراتیژي چې په تېرو اتو کلونو کې موږ لرله او هدف یې یوازې ماتې نه خوړل و، پای ومومي؟

د جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د دفاع د وزیرجېمز متېس ځواب لنډ خو روښانه وو:

د جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن
د جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن

"د جولای د میاشتې تر نیمايي پورې به وکولی شو چې په جزئیاتو تاسو ته معلومات درکړو. موږ د دې کړنلارې د چمتو کولو په حال کې یوو. په دې برخه کې ځیني کارونه شوي او ځینې نور روان دي. څو ډاډمن شو چې د خپلو اقداماتو د ځنډ بیه پرې نه‎کړو. "

د امریکا د دفاع وزیر دا هم ومنله چې د وسله‎والو طالبانو فعالیتونو د زیاتېدو په حال کې دي.

جېمز متیس وویل، طالبانو ته تېرکال ښه و او غواړي دا کال یې هم هماسې ښه و اوسي.

نوموړي زیاته کړه: "دښمن د پراختیا په حال کې دی." او واشنګټن پوهیږي چې بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روان میلادي کال په پیل کې د خپرو شویو شمېرو له مخې افغان حکومت دا وخت د افغانستان په سلو کې په ۶۰ برخه خاوره واک لري.

که څه هم تراوسه پورې د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې ادارې ستراتیژي روښانه نه ده، خو د دې احتمال شته چې له مخې به یې افغانستان ته اضافي امریکايي او د ناټو د ځینو نورو متحدانو سرتیري واستول شي او ښايي واکونه یې هم زیات شي.

دا مهال په افغانستان کې اته زره او څلور سوه امریکايي سرتیري میشت دی چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې جنګي نه بلکې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت پرمخ بیايي.

XS
SM
MD
LG