د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې فعالیت او ګټې یې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د امریکا د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره ګډ کار به د پانګونې، باور رامنځته کېدو او د پانګونې د هڅونې په برخو کې مهم رول ولوبوي.

د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او امریکا مشترکه سوداګریزه خونه هر کال په امریکا کې د سوداګرۍ د توصل کنفراس جوړوي چې په‎کې د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه بحث کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی

ښاغلي پسرلي وویل:

"د افغانستان او امریکا مشترکه خونه فعالیت کوي او هر کال په امریکا کې د تجارت د توصل کنفراس جوړوي چې ۱۱ کنفراس هم تر سره شو، عموماً له امریکا سره د پانګونې د ودې، اعتماد جوړونې او د پانګونې د هڅونې په برخو کې د دغې خونې رول اغېزمن دی."

د ښاغلي پسرلي په خبره، که څه هم افغانستان له امریکا سره د لېرې واټن له کبله کمه سوداګریزه راکړه ورکړه لري، خو د پانګونې د جلب په برخه کې ګڼ کارونه شوي دي.

نوموړی وايي، دا مهال افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو کې په امریکا کې پانګونې کړي او امریکا هم د هغو پروژو د تطبیق په برخو کې چې خصوصي سکټور پورې اړه لري، اغېزمن کار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان پر امریکا سربېره له هند، ایران، تاجکستان او پاکستان سره ګډې سوداګریزې خونې لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له ۲۰۰۵ مېلادي کال راهیسې فعالیت پیل کړی دی.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د مشترکې خونې فعالیت ګټور بولي، خو د هغو پرېکړو پر عملي کېدو ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په مشترکو اقتصادي کنفراسونو کې کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له جوړېدو هرکلی کوو، د هغې فعالیت ګټور تمامېدای شي، خو تر کومه چې زه شاهد یم، هغه پرېکړې چې په غونډو کې یې کېږي، نه عملي کېږي."

ښاغلی جیلاني ټینګار کوي چې که په افغانستان کې سوله ټینګه شي او د دواړو هېوادونو په ناستو کې شوې ژمنې عملي شي، افغانستان به له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي او دغه شان به په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG